د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې یوه الوتکه غورځېدلې او درې کسان مړه شوي


راپورونه وايي چې د الوتکې پیلوټ روسیی و.
تصویر: ارشیف
راپورونه وايي چې د الوتکې پیلوټ روسیی و. تصویر: ارشیف

د بلخ په ولایت کې د یوې هلیکوپټرې د سقوط له امله درې تنه مړه شوي دي.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو چارواکي وايي چې دغه هلیکوپترې چې د یکشنبې په ورځ (اګست۲) سهار یې له بلخ څخه فاریاب ته پرواز کاوه، د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی دی.

د قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي چې په پېښه کې د هلیکوپترې د پیلوټ په ګډون درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په الوتکه کې ۱۰ تنه سپاره وو. د فرانسې خبري اژانس وايي چې په مړو کې یې دوه افغان سرتېري دي او پیلوټ یې هم بهرنی دی چې ښايي روسیی وي.

الوتکې له نسکورېدو سم له واره اور اخیستی دی. د پېښې د ټپیانو روغتیايي حالت ښه ښودل شوی دی.

د رضايي په وینا، دغه مک ډوله هلیکوپتره په کرایه نیول شوې وه او د مسافرینو په لیږدولو کې ترې استفاده کیدله.

XS
SM
MD
LG