د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونه د غورځېدلې الوتکې په ورکو پسې ګرځي


د مالدوا اړوند دغه هلیکوپټر څو ورځې وړاندې د فاریاب په پښتونکوټ کې وغورځېده او طالبانو يې سپرلۍ یرغملې کړې.
د مالدوا اړوند دغه هلیکوپټر څو ورځې وړاندې د فاریاب په پښتونکوټ کې وغورځېده او طالبانو يې سپرلۍ یرغملې کړې.

افغان چارواکي د هغو ۱۸ کسانو د سرنوشت په اړه چې ډیر يې د ملي اردو عسکر دي او د تیرې هفتې په سرکې په فاریاب کې د هغوی د هلیکوپترې له بیړنۍ ناستې وروسته طالبانو اسیران کړل، معلومات نه لري.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ امریکاغږ ته وویل افغان ځواکونو د فاریاب ولایت د پښتونکوټ په ولسوالۍ کې چیرته چې دغه پېښه شوې، یو لړ عملیات کړي، خو د پرمختګ په اړه يې څه ونه ویل.

افغان چارواکو وویل یوې شخصي کرایه شوې چورلکې د تیرې هفتې د سه شنبې په ورځ نظامي پرسونل لیږدول چې له تخنیکي ستونزې وروسته یې د طالبانو ترولکې لاندې بیړنۍ ناسته وکړه.

دوی وايي طالبانو ۱۶ عسکر او دوه بهرنیان چې له سوزیدلې هلیکوپترې د باندې راووتل ونیول او دوه عسکر او یو بهرنی له طالبانو سره د ډزو په تبادله کې ووژل شول.

خو د طالبانو ویاند ادعا وکړه چې دوی هلیکوپتره ویشتلې او د ملي اردو ۱۵ عسکر یې ونیول او پنځه نور یې د لویدو په پېښه کې ووژل شول.

خو هغه د بهرنیانو موجودیت تایید نه کړ.

د جمعې په ورځ طالبانو یوه ویډیو خپره چې په کې یوه شمیر عسکر چې مخونه یې یو څه سوزیدلي ښودل کیږي. طالبان

د فاریاب ولایت چارواکي، قومي مخور او د مدني ټولنې غړي په غیر مستقیم ډول له طالبانو سره په تماس کې دي چې دغه کسان راخوشې کړي. خو دوی وايي طالبانو لا تراوسه د دوی د خوشې کولو په بدل کې کومه غوښتنه نده کړې.

د موالدوا د کورنیو چارو وزیرد چارشنبې په ورځ وویل په فاریاب کې لویدلې هلیکوپتره د دغه هېواد په یوه خصوصي شرکت پورې تړاو درلود او دوه پیلوټان او یو د پرواز انجنیر یې د دغه هېواد اوسېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG