د لاس رسي وړ اتصالات

کریمي: بهرني یاغیان په هلمند کې جنگیږي


د افغاسنتان د پوځ لوی درستیز شیرمحمد کریمي
د افغاسنتان د پوځ لوی درستیز شیرمحمد کریمي

د افغانستان د پوځ لوی درستیز شیرمحمد کریمي د امریکا غږ سره په ځانگړې مرکه کې وویل چې د هلمند په ولایت کې یو شمیر وسله وال د پاکستان په گډون د بهرنيو هیوادونو اوسدونکي دي:

د دفاع وزارت چارواکي وایي چې په هلمند کې ښکیلو یاغیانو د کالیو او د چلند بڼه څرگندوي چې په دې ولایت کې یو شمیر بهرني ترهگر جنگیږي.

ښاغلی کریمي وایي " په زغرده دا حکم نه شي کولای چې هغوی به پاکستانیان وي، خو ویلای شم چې غیر هلمندي او غیر افغاني اشخاص هلته موجود دي چې مونږ د هغوی له حرکاتو او کالیو څخه هغوی تشخیص کړي دي چې هلته تحصیل کرده او مسلکي تروریستان شتون لري چې پرته له شکه د هغوی په منځ کې پاکستانیان هم شته."

د افغانستان د انتخاباتو اړوند مسایلو او د افغان پوځ د ناپیلتوب په هکله ښاغلي کریمي د امریکا د خبریال رحیم گل څاروان سره په دري مرکه کې هغه وویل چې اردو مسلکي ده او پوځ ملي دی. د هغه په وینا " هر هغه څوک چې خلک یې وټاکي، هغه شخص زمونږ اعلی قوماندان دی."

د نوموړي بشپړه پښتو مرکه دلته اوریدای شئ:

د افغانستان د پوځ لوی درستیز شیرمحمد کریمي سره ځانگړې مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:04 0:00

XS
SM
MD
LG