د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ ملي ټیم ته نوی روزونکی ګماري


کرکټ بورډ وایي هڅه کوي بنګله دېش سره تر سیالیو مخکې روزونکی وګماري
کرکټ بورډ وایي هڅه کوي بنګله دېش سره تر سیالیو مخکې روزونکی وګماري

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي دنده اعلان کړه.

تر دا مهال فیل سایمینز د افغانستان د ملي لوبډلې سر رزونکی و. دغه ویسټ انډیزي روزونکي تر نړیوال جام مخکې اعلان وکړ چې له نړیوال جام وروسته د افغانستان د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دنده پرېږدي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتګ امریکا غږ ته وویل چې دوی هڅه کوي بنګله دېش سره تر سیالیو مخکې د ملي لوبډلې لپاره روزنکی وټاکي. افغانستان د سپتمبر په میاشت کې بنګله دېش سره سیالۍ لري.

ټاکل شوې وه چې زمبابوې به هم په دغو سیالیو کې ګډون وکړي، خو د کرکټ نړیوالې شورا د سیاسي مداخلو له کبله پر زمبابوې کرکټ بند کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپل رسمي فیسبوک پاڼه او ټویټر باندې اعلان کړی دی: "پر شرایطو برابر ټول هغه اشخاص چې د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دندې ته لېوالتیا لري، کولی شي خپل غوښتنلیکونه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته راولېږي."

د ملي لوبډلې د سر روزنکي په دندو کې مهمې برخې افغانستان ته تګ راتګ، د ملي اکاډمۍ او نورو داخلي روزنکو، د لوبغاړو د غوراوي د کمېټې او نورو اړوندو مسولینو سره له نژدې کار کول شامل دي.

مخکني روزونکي افغانستان ته سفر نه کاوه او یوازې به د افغانستان د سیالیو پر مهال له لوبډلې سره و. افغانستان هغه ته د میاشتې شاوخوا ۱۶۰۰۰ ډالر تنخوا ورکوله.

د بورډ ویاند فرید هوتګ وویل چې دوی هڅه کوي یو وړ او مسلکي روزونکی وګماري.

افغانستان په نړیوال جام کې یوه لوبه هم ونه ګټله او ټولې نهه لوبې یې وبایللې. د لوبډلې د غوراوي د کمیټې مخکني مشر دولت احمدزي پر دغو ماتو تر یوې اندازې د لوبډلې روزونکی ګرم وباله، خو هغه دا خبره نه مني.

له نړیوال جام او دغو ماتو وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي لېرې او پر ځای یې فرحان یوسفزی وګماره.

د بورډ اجرايي رئیس هم نوی شوی، کپتان ګلبدین نایب هم بدل او پر ځای یې راشد خان راغی او مرستیال کپتان اصغر افغان شو. اصغر افغان تر ګلبدین مخکې د ملي ټیم کپتان و.

XS
SM
MD
LG