د لاس رسي وړ اتصالات

شهیدي: د کرکټ نړیوال جام د هند خلاف لوبه کې مو تمه راشد خان ته ده


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان حشمت الله شهیدي او توپ اچوونکی راشد خان
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان حشمت الله شهیدي او توپ اچوونکی راشد خان

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي وايي، تمه لري چې په نړیوال جام کې د هند خلاف د چهارشنبې اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) لوبه کې راشد خان وځلیږي او په دغه جام کې د افغانستان وړاندې تګ یقیني کړي.

په هند کې په روان ۵۰ اوریز جام کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د شنبې په ورځ بنګله دېش ته وبایلله. په دغه لوبه کې د افغانستان ټول لوبغاړي د ۱۵۶ منډو کولو وروسته وسوځېدل.

راشد خان تر اوسه په ۹۵ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۱۷۲ کسان سوځولي دي، خو د بنګله دیش خلاف لوبه کې د ویکټې په اخیستلو ونه توانېد.

شهيدي وویل: "راشد په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې غوره بالر دی، نو هر څه چې مخالف لوری کوي، موږ یې پروا نه لرو... زموږ دپاره مهمه دا ده چې راشد د مخالف لوري پر وړاندې څه ډول پلان جوړ کړی دی."

شهیدي زیاته کړه: "هغه [راشد خان] دا ظرفیت لري چې ورځ یې وي، کولی شي د مخالف لوري په وړاندې هر څه وکړي، نو موږ تمه لرو او موږ هیله من یو چې هغه سبا ښه لوبه وکړي."

د افغانستان د لوبډلې کپتان ټینګار وکړ چې یوازې ورو توپ د دوی لپاره لوبې نشي ګټلی.

هغه خبریالانو ته وویل: "ما په پیل کې دا خبره کړې وه چې موږ به د توپ وهنې په برخه کې ښه لوبه وکړو. موږ د سپن بالینګ ښه برید لرو، خو یوازې یوه څانګه نه شي کولی ستاسو لوبې وګټي."

شهیدي زیاته کړه: "د بنګله دېش په لوبه کې، زه پوهیږم چې موږ ښه توپ وهنه نه ده کړې، خو د یوې لوبډلې په توګه موږ دا باور لرو چې کولی شو په راتلونکو لوبو او ټول ټورنمنټ کې بیرته راستانه شو. نو باور او استعداد شته او موږ هڅه کوو چې پرمخ ولاړ شو."

د افغانستان او هند تر منځ د چهارشنبې لوبه په دهلي کې ترسره کیږي. پر مخالفه لوبډله باندې د کوربه نندارچیانو فشار د پام وړ ګڼل کیږي خو شهیدي وویل چې افغانان به په "ارون جیټلي" لوبغالي کې د هند د ملاتړ کوونکو نندارچیانو تر تاثیر لاندې رانشي.

هغه زیاته کړه: "کله چې دا د اپوزیسیون کور وي، نو د نندارچیانو فشار به وي، په ځانګړې توګه په هند کې. تمه کیږي چې لوبغالی به ډک وي، مګر د ټیم په توګه زموږ دریځ دا دی چې دا حالت باید ساده وګڼو. موږ باید په خپله لوبه تمرکز وکړو او هڅه وکړو چې ښه لوبه وکړو."

تر دې وړاندې هند او افغانستان درې ۵۰ اوریزې لوبې کړي دي چې دوه یې هند ګټلي او یوه لوبه مساوي پای ته رسېدلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG