د لاس رسي وړ اتصالات

محمودي: افغانستان کې بشري وضعیت د اندیښنې وړ دی


د ملګرو ملتونو د شمیرنو له مخې سږکال په افغانستان کې په کور دننه د بې ځایه شوو افغانانو شمیره خورا زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو د شمیرنو له مخې سږکال په افغانستان کې په کور دننه د بې ځایه شوو افغانانو شمیره خورا زیات شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون که څه هم په تیره یوه نیمه لسیزه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د ښه کیدلو په برخه کې د یو لړ پرمختګونو یادونه کوي، خو وایي چې اوس هم په دغه هیواد کېد بشري حقونو وضعیت د اندیښنې وړ دی.

نن د دسامبر لسمه په ټوله نړۍ کې د بشر د حقونو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.

د بشر د حقونو ورځ سږکال د یوه شخص د حقونو لپاره همدا نن راپورته شئ تر شعار لاندې لمانځل کیږي.

د افغانستان د بشري حقونوخپلواک کمیسیون اجرائیوي رئیس محمد موسی محمودي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، په افغانستان کې د شوو پرمختګونو سره سره اوس هم د بشري وضعیت د ښه کیدلو لپاره یو لړ اقداماتو ته اړتیا ده.

ښاغلي محمودي وویل " که څه هم دولت یو لړ اقدامات ترسره کړي چې د قوانینو او پالیسو تصویبول او پلي کیدل په کې شامل دي، خو د دې لپاره چې دولت نور ډیر لومړیتوبونه په مخ کې لري، اندیښنې شته دی چې دولت نړیوالو قوانینو اود اساسي قانون ژمنو او مکلفیتونو په پلي کولو کې شاته پاتې شي ".

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې جګړه، د تروریستي ډلو فعالیت، د جګړې په ترڅ کې خلکو ته د سرد زیان اوړیدل، په ناامنو سیمو کې د قانون د حاکمیت نه شتون، د عدالت نه پلي کیدل، ټولنیزې ستونزې په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې په کورنیو کې د تاوتریخوالي شتون، د ماشومانو، معیوبینو او کورنیو بې ځایه شووناسم وضعیت په هغو مسلو کې یادوي چې لازم لاس نیوی نه دی شوی او په اړه یې اندیښنې موجودي دي.

همداشان دا کمیسیون د حکومت په دننه کې د زورواکو شتون، د معافیت د دود شتون اود سیاسي بهیر لپاره د اساسۍ قانون بهر قضایي معافیت ددغه کمیسیون په سترو اندیښنو کې یادوي.

د افغانستان اجرائیه ریاست په یوه اعلامیه کې په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو شتون او فعالیت د بشري حقونو د وضعیت د خرابیدلو په برخه کې د یو عمده عامل په توګه یاد کړی دی.

د افغانستان د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور وایي، چې دا وزارت د حکومت په ادارو کې د بشري حقونو د قوانینو د پلي کیدو او څار وظیفه په غاړه لري او تراوسه توانیدلی چې په حکومتي ادارو کې د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو د ادارو تر ۱۰۴ پورې د سپارښتنو تر ۲۱ فیصدو پورې پلي کړي.

ښاغلي انور وویل "مونږ توانیدلي یو چې تراوسه د ۲۱ فیصدو پورې تطبیق کړو، ۴۹٪ فیصده د تطبیق په حال کې دی او ۲۹ فیصده لا نه دی تطبیق شوي".

افغانستان د عدلیې وزارت د بشر د حقونو نړیواله ورځ د پنجشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې د افغانستان د د ملګرو ملتونو په مرستهولمانځله.

په دې غونډه کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما د بشري حقونو د افغان فعالینو د کار اهمیت ته په پاملرنې له ټولو خلکووغوښتل چې داغیزمنو شویو میرمنو، نارینه وو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب لپاره راپورته شي.

په کابل کې په جوړې شوې ناستې کې د بشري حقونومخکښو فعالینو په دې بحثونه وکړل، چې په افغانستان کې روانو وسله والو جګړو ددوی کار له څومره ننګونو سره مخامخ کړی دی.

یوناما په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او د بشري حقونو د سرغړونو په لړ کې د بشري حقونو د فعالینو کار نورهم سخت شویدی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو په دغه بیان کې ویلي " دا په بشپړ ډول د نه منلو وړ ده، چې د جګړو په زیاتیدو سره د مدني فعالینو په وړاندې پراته خطرونه په زیاتیدو دي. د جګړې ښکیلې غاړې باید د دوی د خوندیتوب د ډاډمنیدو لپاره نور ډیرڅه ترسره کړي. “

په ۱۹۴۸ کال کې د افغانستان په ګډون د نړۍ ۴۶ هیوادونو د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه لاسلیک کړه چې له هغې نیټې راهیسې دا ورځ هرکال په نړۍ کې لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG