د لاس رسي وړ اتصالات

مایکل کیټنګ: په لوږه او انزوا کې د افغانانو پرېښودل د هیچا په ګټه ندي


Former UK Special Envoy to Afghanistan
Former UK Special Envoy to Afghanistan

د افغانستان لپاره د بریتانیې پخواني ځانګړي استازي مایکل کیټنګ د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۸ ( سلواغې ۸) خبرداری ورکړ چې د افغانستان د خلکو " یواځې پرېښودل" به نه یواځې بشري بلکه امنیتي عواقب هم ولري.

هغه چې د بلجیم په پایتخت بروکسل کې د بریتانیې د سکای نیوز له تلویزیوني شبکې سره خبرې کولې وویل: "زه فکرکوم د افغانستان د خلکو یواځې پرېښودل چې له امله یې دوی وږي شي او سوال کولو ته مجبور شي نه د افغانستان، نه د سیمې د هیوادونو او نه هم د نړیوالې ټولنې په ګټه دي، ځکه دغه کار به د ډیرو نورو خلکو د بې ځایه کېدو، مهاجرت، د مخدره توکو د قاچاق په شان د نور ناقانونه کړنو د زیاتېدو او د خلکو له خوا د خپل بدن د غړو د خرڅولو سبب شي."

افغانستان چې د کلونو جګړو، وچکالۍ او سیلاوونو له امله،پخوا هم یو بیوزلی هیواد و، د تیرکال د اګست په میاشت کې د طالبانو په واکمنېدو او د بهرنیو مرستو د بندیدو له امله په کې د بې وزلي کچه ډیره لوړه شوېده.

خو سږني ساړه ژمي د بیوزلو خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړیدي، دیر شمیر بیوزله افغانان د دې ترڅنګ چې خواړه نه لري د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د سونګ مواد هم نه لري، نړیوالې خیریه ټولنې هڅه کوي د میلیونونو کسانو لاسنیوی وکړي.

ښاغلی کیټنګ وايي د افغانستان د خلکو د اړینو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ باید د افغانستان اقتصاد فعال وساتل شي.

هغه وویل : " ستونزه داده چې څنګه اقتصاد فعال وساتل شي، څنګه پیسې په اقتصاد کې دوران پیدا کړي. که چیرې دغه ستونزه حل نشي وضعیت به له دې نور هم خراب شي."

په افغانستان کې د بشري او قتصادي ناورین په زیاتېدو سره داسې راپورونه ورکړل شویدي چې خلک د خپلو کورنیو د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د خپل بدن د غړو پلورلو ته اړشویدي.

که څه هم د بدن د غړو خرڅول په تیره بیا په هرات کې کومه نوې خبره نده خو روان ناوړه اقتصادي حالت ډیر خلک دغه کار ته مجبور کړیدي. د سکاي نیوز په یوه راپور کې ویل شوي چې هرات ته د غړو د خرڅولو لپاره د ډیرو خلکو د ورتګ له امله دغلته د غړو بیې د پخوا په پرتله یوڅه رالوېدلې دي.

اوس د نارینه وو پښتورګي د دوه زره امریکايي ډالرو او ښځینه پښتورګي په پنځلس سوه امریکايي‌ ډالرو خرڅیږي.

ملګرو ملتونو د روانې عیسوي میاشتې په پیل کې له افغانستان سره د ۵ میلیاردو ډالرو مرستو غوښتنه وکړه چې دا د یوه هیواد لپاره د بشري مرستو تر ټولو لویه غوښتنه ده.

د اټکل له مخې د افغانستان د نفوس ۹۰ فیصده چې ۳۸ میلیونه خلک کیږي په مرستو باندې تکیه کوي، ملګري ملتونه وايي په دغې شمیرې کې ۳ میلیونه هغه کورني بې ځایه شوي هم شامل دي چې د وچکالۍ او قحطۍ له امله بې ځایه شویدي.

د خوړو نړیوال پروګرام د چارشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې له خلکو سره د مرستې لپاره دوه اعشاریه شپږ میلیارده امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG