د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب د افغانانو د ژوند په هکله اندېښمن دی


دسره صلیب نړیواله ټولنه د افغانانو د ژوند د حالاتو په اړه ژوره اندیښنه څرګندوی .
د دغې ټولنې مشر وایي په هیواد کې وسله والې ډلې ډیري شوي دي او روغتیایي خدماتو ته د افغانانو لاس رسی ستونزمن شوی دی خو دا ټولنه په تیرو لسو کلونو کې د یو شمیر پرمختکونو خبر هم ورکوي


په افغانستان کی د سره صلیب نړیواله ټولنه نن سبا د افغانانو د ژوند حالات د اندیښنی وړ ګڼي .

په افغانستان کې د دغی ټولنې مشر ( ریټو ستاکر ) چی له ۲۰۰۶ کال راهیسې یې په دغه هیواد کی دنده تر سره کړې او نن سبا یی کار مخ په ختمیدو دی وایي چې د ده د ارزونو پر اساس دا مهال په افغانستان کې د وسله والو ډلو شمیر زیات شوی دی او ملکی وګړی نه یواځی د جګړې په لومړی کرښې کې بلکه په څو کرښو کې را ګیر پاتې دي . ،، پّه هیواد کې د جګړو په زور اخیستو سره د عادي افغانانو ژوند مخ په خرابیدو دی ، زه له۷ کاله کار وروسته له دغه هیواد نه ووځم خو ډیرې اندیښنې را سره دي ځکه د وسله والو ډلو د زیاتیدو سره د عادي افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی .ملکي وګړی د بیلابیلو وسله والو ډلو تر منځ را ایثار شوی دی او دا روغتیایی خدماتو ته هم د افغانان لاس رسی ستونزمن کوي،،

نوموړی زیاتوي چې د ځینو دغو وسله والو دلو په رامنځته کیدو کې ڼړیواله ټولنه هم ګرمه ده .
لکه محلي وسله والې ډلې یا د ملکی دفاع ډلی . ځینو دغو ډلو په افغانستان کی خیر رسونکو موسسو ته هم امنیتی ګواښونه او ستونزی را منځته کړی دي .


ښآغلی ستاکر وایی په هر هیواد او هره جګړه کی باید ځیني داسی برخی واوسي چې له بریدونو نه خوندي وي، او دا چي په جګړه کې ښکیلی ډلې ورسره کار ونه لري چې د روغتیا برخه هم داسی یوه برخه ده .

د سره صلیب د نړیوالې کمیتی مشر پر روغتونونو ، روغتیایی کارکونکو او روغتیایي مراکزو پوری اړوندو موټرو باندی بریدونه غندي او وایي دا برخی باید خوندی وي ځکه اړو وګړو لپاره خدمت کوي .
ریټو ستاکر وایي ډیری افغانان د جګړې له امله دخپلې مینې او ټاتوبي پریښودو ته اړ شوی دی او یا هم د مجبورې له مخې او د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره اړ شوی دي چې په جګړه کې د ښکیلی یوې خوا نه ملاتړ وکړی خو څو ورځې پس بیا په همدغه تور د بلی خوا له لاسه ځورول کېږي او حتا خپل ژوند له لاسه ورکوي.

له بلی خوا د سره صلیب د نړیوالی ټولنې مشر په افغانستان کې د زندانو د وضعیت په اړه هم اندیښڼه څرګنده کړې ده .
ستاکر وایی دا اندیښڼه به هغه مهال لا پراخه شي چې نړیوال ځواکونه له افغانستان ووځي ،اوله دغه هیواد سره یې مالي مرستی کمې شي . هغه مهال به د ده په وینا بندیانو ته په زندانونو کی اړینی مرستی هم و نه رسیږي .

خو له دی تولو سره سره ریتو ستاکر په وروستیو کلونو کی په افغانستان کی د یو لړ پرمختګونو خبر هم ورکوي . د هغه په وینا نن سبا د افغانانو ستونزې د دغه هیواد د رسنیو او مدني تولنو له خوا ښّه پيژندل شوي دي او همدا رنګه د سره صلیب نړیواله کمیته هم توانیدلې چې خپلې اندیښنې د جګړی له بیلابیلو خواوو سره په شفافه بڼّه شریکې کړي .

ستاکر خوشحالی څرګندوی چې د جکړو ښکیلو خواوو د هغوي سپارښتنو ته پام ساتلی دی .
او له بلي خوا دغه کمیتی هم ځانګړې هڅې کړي دي چی د جګړه ییزو ډلو سره د بندي افغانانو او د هغوي د کورنیو سره اړیکې وساتي. دغه راز د دوي تر منځ د لیدو زمینې برابرې کړي. ،،له زندانونو څخه د ای سی ار سي د لیدو هدف د زندانونو د حالاتو او له بندیانو سره د چلند څیړل دي . موږ تر ډیره بریده دا هڅه کوو چې د زندانونو شرایط انساني وی موږ د اړوندو چارواکو سره په دی اړه خبرې کوو او دا زمینې برابروو چې بندیان له خپلو کورنیو سره وګوري خو تر هر څه زیاته هڅه مو دا ده چې د زندانونو شرایط باید د نړیوالو ستندردونو سره برابر وي .،،

د غه کمیټه تینګار کوي چې هیله لري چې د ځینو زندانونو بندیان افغان حکومت ته سپارل کیږي نو باید نړیواله ټولنه یی د لګښتونو او هغوی ته د ښو خدماتو د رسولو په اړه هم فکر وکړي .

په افغانستان کې دنړیوال سره صلیب د کمیتې مشر وایي په تیر یو کال کې نږدی ۱۵۰۰۰ د سړک د غاړې ماینونه خنٍثی شوي دي چې کېدای شوای د ملکي وګړو ژوند واخلي.

د سره صلیب نړیواله ټولنه له ۱۹۷۹ کال راپه دیخوا په افغانستان کې کار کوي او په ۲۰۱۲ کال کی یې د ۱۸۰۰ کارکونکو په درلودلو سره ۸۹ ملیونه سویسی فرانک په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې لګولي دي

بهارت صابر -کابل
XS
SM
MD
LG