د لاس رسي وړ اتصالات

سلګونو زره افغان ماشومان د ناروغۍ او مړینې سره مخامخ دي


د ماشومانو د ملاتړ سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې څه دپاسه ۳۰۰زره ماشومان په روان ژمي کې د سختې یخنۍ سره مخامخ دي که ورته مناسب ژمني کالي او د کورونو د ګرمولو امکانات برابر نشي، د هغوی د ناروغۍ او حتی مړینې سبب کیدای شي.

دغه نړیوال بنسټ د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۳۱ (مرغومي ۱۱) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په افغانستان کې په سلګونو زره ماشومان نه یواځې د لوږې او کروناویروس په ګډون په ناروغیو باندې د اخته کیدو له ګواښ سره مخامخ دي بلکه د سانتیګراد د صفر درجې لاندې سړه هوا هم د هغوی ژوند ګواښي.

پدغه اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان په شمالي سیمو کې د واورو ورښت پر ماشومانو جدي اغیز کړی دی. د جګړو او ناامنیو دوام، د خلکو د کورونو ویجاړیدل او موقتي کمپونو او خیمو ته د هغوی بیځایه کیدل بله هغه ستونزه ګڼل شوې چې هغوی ته په ځانګړې توګه ماشومانو ته شرایط نور هم ستونزمن کوي.

اعلامیه زیاتوي: "هغو ماشومانو ته وضعیت چې په کمپ کې ژوند کولو ته اړ شوي، د بلخ په څیر ځایونو کې تریخ دی. همدا اوس په بلخ کې هوا سړه ده او د شپې له خوا د سانتیګراد منفي ۱۰درجو ته راټیټیږي او په راتلونکو میاشتو کې له دې نه هم سړیږي."

د ماشومانو د ملاتړ سازمان ویلي دي چې د ژمنیو مرستو بستې یې د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې ۱۰۰زرو اړو کورنیو ته برابرې کړي، چې په کې د سونګ مواد، بخارۍ، کمپلې، جمپر، جرابې، موزې او د ماشومانو ژمنۍ خولۍ شاملې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې د داخلي بیځایه شویو مجموعي شمیر د ۲۰۱۲نه تر اوسه ۴.۱ میلیون تنو ته رسیدلی دی.

د مهاجرو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ دوه میاشتې مخکې رپوټ ورکړی و چې په روان کال کې څه دپاسه ۲۲۰ زره تنه او په تیر کال کې ۴۵۶ زره تنه دننه په افغانستان کې بیځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG