د لاس رسي وړ اتصالات

قیومي: د نړیوال مالي صندوق سره د اقتصادي اصلاحاتو ژمنې مو پوره کړي


د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې دغه هیواد توانیدلی دی د پیسو د نړیوال صندوق مالي او اقتصادي اصلاحاتو لپاره ژمنې پوره کړي.د مالیې وزارت سرپرست وزیر محمد همایون قیومي د یکشنې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دغه وزارت د پیسو له نړیوال صندوق سره په مالي او اقتصادي برخو کې اصلاحاتو راوستلو لپاره ژمنې پوره کړي دي او د پام وړ اصلاحات یې راوستي دي.

ښاغلي قیومي وویل چې په دغه اصلاحاتو کې ۴۸ شاخصونه او ۱۵ ژمني وې چې د پیسو نړیوال صندوق اجراییوي بورد د قوس میاشتې په ۲۸ مه د"آسانتیاوو د اعتبار ورکولو دوام" په پروګرام کې تایید کړې دي.

د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې په ۱۳۹۸ کال کې ۱۸۸ میلیارد افغانۍ عواید ټاکل شوي وه خو پرون چې د مالي کال وروستۍ ورځ وه دوې توانیدلي دي په دغه کال کې ۲۰۸ اعشاریه یو میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي، چې ۲۲ میلیارده زیاتوالی ښیي او دا په تیرو اتلسو کلونو کې تر ټولو زیات عواید دي.

د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي وویل چې په دغه کال کې ۹۵ اعشاریه څلور فیصده پراختیایي بودیجه مصرف شوې چې د تیر کال په پرتله ۱۲ میلیارده زیاته بودیجه مصرف شوې ده.

بلخوا د افغانستان بانک سرپرست واحدالله نوشیر وویل چې د افغان حکومت لخوا د مالي او اصلاحي ژمنو ترسره کیدل سره انفلاسیون کم شوی، د نغدو پیسو ذخایرو کې زیاتوالی راغلی او د بهرنیو پیسو مقابل کې د افغانۍ ارزښت هم لوړ شوی دی.

ښاغلي نوشیر وویل، چې دا مهال د افغانستان په بازارونو کې ۲۶۰ میلیارده افغانۍ په دوران کې دي.

XS
SM
MD
LG