د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د افغانستان د آزادۍ ورځ ولمانځله


جمهور ریس حامدکرزي نن د یو لړ ځانگړو مراسمو په ترڅ کې د خپلواکۍ په څلي کې د گلانو گیډۍ کیښوده او د افغانستان د استقلال لمانځنه یې وکړه.

دری نوي کاله پخوا شاه امان الله خان غازي په دولس سوه اوه نوي هجري لمریز کال کې چې د سلطنت لمړی کال یې و د وخت له بریتانیې نه خپله خپلواکي اعلان کړه.دغه ورځ په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځی د ملي جشن په نوم لمانځل شویده. په نننیو مراسمو کې هم گڼ شمیر بهرنیو دیپلوما تانو گډون کړی و.

دا ورځ چې سبا یې اصلي نیټه ده، نن د دولتي چارواکو ترڅنگ یو شمیر افغان زلمیانو د مدني حرکتونو په ترسره کولو هم ولمانځله. دا ځوانان وايي ددې ورځې د لمانځلو هدف دا دی چې ملي روحیه ژوندۍ وساتي.

د افغانستان د خپلواکۍ د جشن نه په داسي حال کې لمانځنه کېږي چې نن د شنبې په ورځ د هرات په یو گڼ بازار کې په بمي چاودنې کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي دي.
د هرات ولایتي ویاند محی الدین نوري وویل په شینډنډ ولسوالۍ کې د نن سهار پدې چاودنه کې د دری پولیسو په شمول، دولس کسان زخمیان شوي هم دي.

په همدې اونۍ کې د یو ځان مرگي برید په ترڅ کې د شاوخوا دري شپیته کسانو وژنې وروسته، د طالبانو مشر ملاعمر د اختر په پیغام کې په خپلو وسله والو غږ کړی چې د دښمن په منځ کې په کامیابه توگه د نفوذ کولو سره د ملکي خلکو له وژنې نه ډډه وکړي.
XS
SM
MD
LG