د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د خپلواکۍ بیرته اخیستلو ۱۰۱ کالیزه


نن سې شنبه د روان ۱۳۹۹ کال د زمري میاشتې ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۱کالیزه ده.

د یادې ورځې لمانځلو په مناسبت په دولتي او خصوصي کچه بېلابېل مراسمو نیول شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه اګست ۱۸مه (زمري ۲۸مه) د هیواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د ۱۰۱کالیزې په مناسبت د افغانستان دفاع وزارت کې د ازادۍ پر څلې د ګلو ګېدۍ کېښوده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو په اساس د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او همدارنګه د چک،هنګري او لیتوانیا ولسمشرانو ښاغلي غني ته د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د کالیزې به مناسبت د مبارکۍ پیغامونه لېږلي دي.

د دې ترڅنګ په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن، د هند او کاناډا سفارتونو هم پر خپل ټوېټر حسابونو افغانانو ته د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې مبارکي ویلې ده.

په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په مناسبت پر خپل ټوېټر حساب لیکلي چې امریکا د یو متحد او ډموکراټیک افغانستان څخه چې د ټولو حقوق پکې خوندي ملاتړ کوي.

نوموړي هیله ښودلې چې ۱۰۱ کال په افغانستان کې د سولې کال وي.

کاناډا هم ټولو افغانانو ته د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو مبارکي ویلې ده.

په افغانستان کې د هیواد د خپلواکۍ په مناسبت په دولتي او جصوصي کچه هم بېلابېل پروګرامونه هم نیول شوي دی.

افغانان وايي، د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو د ورځې لمانځلو څخه یې هدف د شاه امان الله خان غازي د ارمانونو پوره کول دي.

XS
SM
MD
LG