د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني هندي پانګوال افغانستان کې پانګونې ته وبلل


ولسمشر غني په نوي ډهلي کې د هند د سوداګرۍ او صنایعو کنفدراسیون له استازو سره وکتل.
ولسمشر غني په نوي ډهلي کې د هند د سوداګرۍ او صنایعو کنفدراسیون له استازو سره وکتل.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هند ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې هندي پانګوالو ته وویل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ولسمشر غني وویل افغان حکومت ژمن دی، چې د هندي پانګوالو د پانګونې لپاره باامنه او تضمین شوی چاپیریال برابر کړي او زیاته یې کړه چې که هغوی د خطر احساس کوي، نو په ځینو سیمو کې دې پانګونه وکړي.

ولسمشر غني په نوي ډهلي کې د هند د سوداګرۍ او صنایعو کنفدراسیون له لورې جوړې غونډې ته وویل دوی دې د اداري فساد له خنډ نه ویریږي او د یوه سوداګریز زون د جوړولو ژمنه یې وکړه.

ولسمشر غني وویل "هیڅوک به ستاسې مخه د اداري فساد له امله و نه شي نیولی، زه تاسې ته ډاډ درکوم، که پنځوس ملیونه ډالره پانګونه کوئ، نو مخامخ له ما سره پرې بحث وکړئ، که دوه سوه ملیونه ډالره پانګونه کوئ، نو زیات څه کوو او هر کله به زمونږ له وزیرانو سره په مخامخ اړیکه کې واوس".

ددې ترڅنګ د هند د سوداګرۍ او صنایعو کنفدراسیون او د افغانستان د سوداګرۍ خونو د ریاست ترمنځ تفاهم لیک هم لاسلیک شو، ددغه تفاهم لیک په اساس به د دواړونو هیوادونو ګډه خونه شوې ژمنې تعقیبوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د ریاست مرستیال خان جان الکوزي وویل "مونږ به یو مشترک اطاق جوړ کړو، یو ګډ چمبر د هند او افغانستان، په کار به شروع وکړي او دغه مشکلات چې دي، حل به شي".

ولسمشر غني له افغان او هندي رسنیو سره په خبرو کې د سلماء ډیم د کار د بیرته پیل په تړاوو د هند د لومړي وزیر نریندر مودي د ژمنې یاده وکړه "د سلما بند کې سیاسي مشکلات نشته، مدیریتي مسائل دي، صدراعظم مودي اطمنان راکړی، چې دا پروژه به تکمیلیږي، مونږ باید ځان ملامت کړو".

ښاغلي غني خبریالانو ته وویل پدغه سفر کې یې له هندي چارواکو سره په امنیتي مسائلو په عمومي ډول خبرې کړي او امنیتي مسائل په ځانګړي ډول ندي یاد شوي.

هغه وویل له هند سره د ترهګرۍ د ګواښونو په مبارزه کې د معلوماتو د شریکولو ګډ کار کوي، ولسمشر وویل چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ عملیات ترهګر له یوې سیمې بل ته لیږدولي او د افغانستان د ناامنۍ یوه برخه یې دا هم وګڼله.

ولسمشر غني دا ډول د داعش ډله پنځم وینډوز وبلله پداسې حال کې چې القاعده یې لومړی وینډوز یاد کړ.

افغان ولسمشر هند ته خپل درې ورځنی سفر نن پای ته ورسوه او وايي، چې دا سفر د اړیکو د لا پراختیا لامل شوی دی.

XS
SM
MD
LG