د لاس رسي وړ اتصالات

ابدالي:د افغانستان او هند د کرکټ اړیکې به ډېرې گټورې وي


د افغانستان او هند ترمنځ د کلتوري او اقتصادي اړیکو د دوام سره سره اوس د کرکټ د لارې هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو یو نوی دور پیل شویدی. دا خبره په هند کې د افغانستان سفیر ډاکټر شېدا محمد ابدالي د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې کړیده.

ښاغلي ابدالي دا خبرې په داسې وخت کې کړیدي چې د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبغاړو او الف لوبډلې لوبغاړي په هند کې دي او یو شمیر تمریني او رسمي سیالیو کې د نیپال او زمبابوې خلاف لوبیږي. دې نه وروسته ټاکل شویده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم هم د کرکټ د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې د گډون نه مخکې تمرین دپاره هند ته لاړ شي. هند د گریټ نیواډه په نوم د کرکټ یو لوبغالی افغانستان ته کورني کرکټ لوبغالي په توگه ورکړیدی.

د افغانستان د الف او نولس کلنو لوبغاړو ټیم لوبغاړي هند کې د افغانستان د سفیر میلمانه وو
د افغانستان د الف او نولس کلنو لوبغاړو ټیم لوبغاړي هند کې د افغانستان د سفیر میلمانه وو

د هند لخوا د افغانستان سره د کرکټ د همکاریو په اړه افغان سفیر ډاکټر شېدا محمد ابدالي وايي چې دا همکاري د یو رسمي دوه اړخیزه تړون په چوکاټ کې کیږي او دا راتلونکو شریکو همکاریو پیل دی چې اینده کې به د دې همکاریو په لړ کې نور زیري هم د کرکټ مینه وال واوري. هغه وویل چې هند د افغانستان د کرکټ وروستیو بریایو ته هم حیران دی او هم خوشاله او غواړي چې کله د مارچ په میاشت کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ نړیوالو شل اوریزو سیالیو دپاره هند ته راشي نو دوي ېې لوبې د نیزدې نه وویني.

abdali Afghan india cricket
please wait

No media source currently available

0:00 0:08:02 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG