د لاس رسي وړ اتصالات

مودي د هند، پاکستان او افغانستان په مثلث کې


په داسي حال کي چي د هند نوی لومړی وزیر نریندر مودي خپله نوې کابینه تشکیلوي، د بهرنۍ پالیسۍ کارپوهان د هند د نوي لومړي وزیر په مشرۍ د هند نوی حکومت له نږدې څخه څاري.

د خارجي سیاست څیړونکي د هغه د بهرني سیاست په هکله بیلابیل نظریات لري، په خاصه توګه د پاکستان او افغانستان په برخه کي د هغه پر سیاست باندي متفاوت نظریات لري.

دا په داسي حال کي ده چي افغانستان هم د یوه حساس پړاو نه د تیریدو په حال کی دی او ناټو په دغه هېواد کي خپل محاربوي ماموریت د ۲۰۱۴ کال په پای کي پای ته رسوي او افغانستان د جمهوري ریاست دویم پړاو ټاکنو ته آماده ګي نیسي.


د نریندر مودي ګوند، بهارتیا جنتا پارټي، د هند د تیرې میاشتې په انتخاباتو کي تاریخي بریالیتوب ترلاسه کړ او د کانګرس حاکم ګوند ته ماتې ورکړه چي پر هند باندي یې د ۱۹۴۷ کال راهیسي کله چي هند د بریتانیې څخه خپله آزادي واخیستله زیاته موده حکومت کړی دی.

د نریندر مودي ګوند د هند په انتخاباتو کي د ۲۷۲ څخه زیاتې څوکۍ وګټلې او له امله یې دې ته ضرورت پیدا نکړ چي ایتلافي حکومت جوړ کړي او د کوچنیوو ګوندونو سره جوړجاړی وکړي.

په همدغه لحاظ نریندر مودي ډیره زیاته سیاسي آزادي لري چي د هند د مشر په صفت باندي د کورني او بهرني سیاست په ډګرونو کي آزادې پریکړې وکړي.


خو د چارو کارپوهان د افغانستان، پاکستان او هند په مثلث کي د مودي پر دریځ باندي غور کوي چي څه دریځ به غوره کړي.

په واشنګټن کي د ویلسن په څیړنیز مرکز کي د جنوب ختیځې آسیا د چارو کارپوه، مایکل کوګلمن وايي چي د افغانستان او پاکستان په برخه کي لا د نریندر مودي سیاست روښانه شوی نه دی چي آیا پخوانۍ پالیسي به غوره کړي او که به نوې پالیسي ولري.

هغه داسي وايي ،،په جنوب ختیځې آسیا کي د افغانستان او پاکستان په برخه کي د نریندر مودي تلګلاره لا روښانه نه ده. زما په آند هغه ددغو هېوادونو سره یواځي نه بلکې د سیمې د نورو هېوادونو سره هم د تجارتي اړیکو پر غېښتلتیا باندي زیات ټینګار کوي چي دا ډیر ښه کار دی خو ستونزه دا ده چي مودي ډیر زیات نشنلیستي فکر لري.،،


کوګلمن په دې باور دی چي په هند کي د مودي راپورته کېدل او قدرت ته رسیدل هم کیدای شي ښه خبره وي او هم کیدای شي منفي عکس العملونه راوپاروي.

کوګلمن زیاتوي چي د اقتصادي لحاظه هغه د تجارت او اقتصادي اړیکو طرفداره دی چي سمیه ته د امنیت او ثبات د راتلو سبب کېدای شي خو د ملي امنیت په برخه کي بیا مودي د پاکستان په هکله سخت دریځ لري او که چیري په هند کي کومه تروریستي پېښه وشوه او رېښې یې په پاکستان کي پیدا او ثبوت شوې نو هغه به د منموهن سینګ په څیر نسبتا چپ پاته نشي او دا کېدای شي چي سیمه ته د نارامۍ او بې ثباتۍ د راتلو سبب شي.


په فرانسې کي د افغانستان پخوانی سفیر او په واشنګټن کي د نیو امریکن فونډیشن د آسیا د برخې ستر کارپوه، عمر صمد د ښاغلي کوګلمن سره د مودي د سخت دریځ په برخه کي موافق دی خو وايي اوس چي مودي قدرت ته رسیدلی دی، هغه به د حقایقو سره ځان عیار کړي.

ښاغلی صمد داسي وايي ،،د هند د انتخاباتو د کمپاین پرمهال هغه څه چي مونږ د مودي له خولې واوریدل، د تروریزم او د هند پرضد د خارجي خطر په مقابل کي د هغه تنده لهجه وه خو هغه په عین وخت کي خپل تند دریځ په سیمه کي د اقتصادي همکارۍ او ښو اړیکو د رامنځ کولو پر اصل په ټینګار سره بیلانس کړ.،،


ښاغلي صمد زیاته کړه چي اوس چي هغه لومړی وزیر شوی دی هغه به یو څه په خپل دریځ کي نرمښت راولي.

په عین حال کي د هند او افغانستان د چارو کارپوه بترا سینګ چي په پښتو ژبه کامل تسلط لري، وايي چي د مودي نوی حکومت به د افغانستان په برخه کي په خپل بهرني سیاست کي داسي عمده بدلون رانه ولي او د پخواني حکومت پر پلونو به پښې کښېږدي.

بترا سینګ د افغانستان او پاکستان سره د هند د راتلونکي حکومت د اړیکو په هکله خوشبیني څرګنده کړه او داسي یې وویل،، زه په دې باور یم چي درې سره هېوادونه به ښې اړیکې ولري په تیره بیا د هند او پاکستان اړیکې به ښې شي ځکه ټول اقتصادي لومړیتوبونه او اهدف لري او په سیمه کي عدم ثبات د هیچا په ګټه نه دی.،،


په افغانستان کي د هند ګټې

افغانستان د هند سره ستراتيژیک تړون لري او د پاکستان سره یې هم ستراتيژیک تړون لاس لیک کړی دی خو پاکستان اندېښنه لري چي هند په افغانستان کي خپل نفوذ زیاتوي او پاکستان دې کار ته خپل ملي امنیت ته د ګواښ په سترګه ګوري.

د پاکستان د چارو کارپوه ډاکټر منصور اعجاز په دې باور دی چي د مودي د راتګ سره د هند او پاکستان ترمنځ په بهرني سیاست کي بدلون به هرومرو راځي خو که چیري هند پاکستان ته کافي ډاډ ورکړای شي چي د پاکستان منافع به په خطر کي نه لوېږي نو هند کولای شي چي په اقتصادي ډګر کي په افغانستان کي خپل حضور پراخ کړي.

ډاکټر اعجاز داسي وايي ،، په حقیقت کي هغه به هڅه وکړي چي د پاکستان سره پخوانیوو اړیکو ته تغییر ورکړي او که چیري د پاکستان سره یې اړیکې ښې شي نو کولای شي چي په افغانستان کي د اقتصادي لحاظه خپل حضور زیات کړي په دې شرط چي پاکستان ته دا اطمینان ورکړي چي پاکستان به د هند او افغانستان ترمنځ په اصطلاح نه کښېکښل کېږي.،،

خو ډاکټر اعجاز زیاتوي چي پاکستان په افغانستان کي د هند د حضور د پراخېدو نه د ضرورت څخه زیاته اندېښنې څرګندوي. ،،ګواښ په اصل کي دومره نه دی.،،

ښاغلی اعجاز زیاتوي چي افغانستان ته په کار ده چي د پاکستان سره ښې اړیکې ولري ځکه افغانستان پاکستان ته تر ټولو زیات ضرورت لري او دلیل یې دا دی چي افغانستان په وچې کي محاط یو هېواد دی او سمندر ته لاره نه لري.

د افغانستان راتلونکی حکومت او پاکستان

د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو مخکښو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ویلي دي چي د سیمه ایزو هېوادونو سره به ښې اړیکې ولري خو دا لا معلومه نه ده چي د افغانستان راتلونکی حکومت به په دې وتوانیږي چي د نوي ډهلۍ او اسلام اباد د ګټو ترمنځ برابر توازن پیدا کړي او که نه؟

د افغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز ریْس غفور لیوال په دې باور دی چي د افغانستان راتلونکی حکومت به د هند سره ښو اړیکو ته ادامه ورکړي خو د پاکستان په هکله ښاغلی لیوال دومره خوشبینه نه ښکاري.

ښاغلی لیوال داسي وايي ،، د پاکستان تر ټولو غټ آرمان دا دی چي د افغانستان راتلونکی حکومت په دې کي پاته راشي چي افغانستان ته سوله او ثبات راولي او پاکستان به حتی کوښښ وکړي چي د راتلونکي افغان حکومت پرضد د وسله والو مخالفینو ملاتړ وکړي او خلګ راوپاروي.،،


دا چي د هند، پاکستان او افغانستان د مثلث درې سره هېوادونه به څنګه هم اړیکې خوندي وساتي او هم به خپل ګټې تظمین کړي دا به په راتلونکو میاشتو او کلونو کي معلومه شي .
درې سره هېوادونه نوي حکومتونه لري او خوشبیني دا ده چي ټولو د سیمه ایز امنیت او ثبات پر اهمیت باندي ټینګار کړی دی او په دې پوهېږي چي په سیمه کی جنجال د هیچا په ګټه نه دی.
  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG