د لاس رسي وړ اتصالات

ولې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون نه دی عملي‌ شوی؟


اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون د ۲۰۱۴ کال د دیسمبر په میاشت کې توشیح شو.
اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون د ۲۰۱۴ کال د دیسمبر په میاشت کې توشیح شو.

یو نیم کال کیږي چې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون تصویب او توشیح شوی دی خوتر اوسه هم د دغه قانون په عملي کیدو کې ستونزې شته.

سید اکرام افضلي‌ وايي‌ چې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په قانون کې ځینې ستونزې او د نظارت د کمیسیون سره د لازمې همکارۍ نه کیدل د دغه قانون په عملي‌ کیدو کې خنډ ګرځي.‌

سید اکرام افضلي دا مني چې د توقع خلاف اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون نه دی تطبیق شوی.‌ هغه دوو عمده ستونزو ته اشاره کوي.‌

«یوه یې دا ده چې په قانون کې ځینې خلاګاني شته، بله دا چې د تطبیق د کمیسیون سرهغه مرسته نه دې شوي چې لازمې وي.»

ښاغلي افضلي وویل چې په قانون کې د اصطلاحاتو د دقیق تعریف د نه شتون او د قانون څخه د تخلف په صورت کې د سزا د ناڅرګندتیا سربیره، ځینې نورې ستونزې هم شته.

هغه وویل چې کمیسیون باید چې خپلواک وای خو اوس دغه کمیسیون د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په چوکاټ کې کار کوي.

ښاغلي افضلي په هند کې اطلاعاتو ته لاسرسۍ د قانون د نظارت د کمیسیون مثال ورکړ چې ځانته بودیجه، تشکیلات او صلاحیتونه لري. خو د افضلي په وینا په افغانستان کې دغه کمیسیون ته امکانات نه دې ورکړل شوي.

هغه وویل چې د قانون د تطبیق او نظارت او په دغه اړه د شکایتونو د اوریدو لپاره د یو مقتدر او خپلواک کمیسیون جوړیدو ته ضرورت شته.

د معلوماتو طبقه بندي

د معلوماتو طبقه بندي او عامه پوهاوی هغه څه دي چې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د قانون د تطبیق په برخې کې مهم ګنل کیږي.‌

د جنوبي آسیا د آزادو رسنیو ټولنه یا د سفما مشر ضیا بومیا وویل چې په حکومت کې عامه پوهاوی ته ضرورت شته چې دا معلومه شي چې کوم معلومات محرم دي او کوم باید خپاره شي.

«زه فکر کوم چې عامه پوهاوي ته اړتیا شته چې د دغه کار لپاره یو پراخ کمپاین وشي د دولت د نهادونو ترمنځ، د رسنیو ترمنځ، چې کوم معلوماتو ته باید دوی لاسرسۍ پیدا کړي او کوم معلومات د دوی حق دی او د خلکو حق دی.»

اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د قانون د تطبیق رئیس افضلي بیا وویل چې د معلوماتو د مدیریت لپاره د یو سیستم د رامنځ ته کیدو ضرورت شته.

هغه زیاته کړه چې د دغه سیستم په اساس به دا معلومه شه چې کوم اطلاعات اشد محرم، محرم او کوم د خپریدو وړ دي.

افضلي وویل چې «فعلا داسې یو طرزالعمل نه شته اما ولسمشر امر کړی و چې په دې مسودې باندې باید کار وشي.»

د حکومت توجه

ښاغلي افضلي او بومیا دواړه په دې نظر دي چې حکومت باید چې د قانون د عملي کیدو په برخې کې ډیر څه وکړي.

د جنوبي آسیا د ازادو رسنیو د ټولنې یا سفما رئیس ضیا بومیا وايي وویل چې «او تر اوسه موږ هغه طرز تفکر په نظام کې کار کوو چې هر څه باید یو راز وي یو رمز وي او دیر خلګ باید ورباندې پوه نه شي.»

ښاغلي افضلي هم دا خبره کوي چې په حکومتي ادارو کې داسې ذهنیت حاکم دی چې معلومات باید د خلګو سره شریک نه شي.

افضلي دا مني چې کمیسیون باید چې د قانون د پوهاوی په اړه کار کړی وای. هغه وویل:

«په دې کې هیڅ شک نه شته چې د قانون په اړه پوهاوی د کمیسیون د کارونو نه دی، اما دغه کار د امکاناتو په اساس باندې ترسره کیږي.»

بل پلو ته، رسنۍ هم، چې د خلګو د پوهاوی په برخې کې ډیر مهم نقش لري، هم په دې اړه یا خو معلومات نه لري او یا هم معلوماتو ته د لاسرسۍ د قانون څخه پوره استفاده نه شي کولای.

خبریالان او معلومات

ښاغلي بومیا وویل چې رسنیو په ماهرانه او مسلکي ډول د معلومات څخه ګټه نه ده اخیستی.

خو هغه دا هم وویل چې مسلکي ژورنالیزم ته، په تیره بیا تحقیقاتي ژورنالیزم ته شرایط هم نه دې برابر شوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت نشراتي معینې مژګان مصطفوي هم د یکشنبې په ورځ په هغه کنفرانس کې،‌ چې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د قانون د تطبیق په اړه جوړ شوی و، وویل چې په افغانستان کې د «اخفا او استبداد» د کلتور موجودیت د دې سبب ګرځي چې قانون د عملي کیدو مخه ونیول شي.

افضلي وویل چې که د حکومت لوړپوړې چارواکي د فساد په خلاف د مبارزې اراده ولري نو باید چې د قانون د تطبیق په برخې کې عملي ګامونه واخلي او د کمیسیون سره مرسته وکړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون د ۲۰۱۴ کال د دیسمبر په میاشت کې توشیح شو. ویل کیږي چې د دغه قانون عملي کیدل به په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې په برخې کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG