د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال ۵۶ افغان پولیس په 'داخلي بریدونو' کې وژل شوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په افغانستان کې د ۲۰۱۷ کال له پیل راهېسې افغان پولیسو په خپلو لیکو کې شاوخوا ۵۶ تنه وژلي دي.

دا پېښې تر ډېره په جنوبي ولایتونو کې شوي دي او وروستۍ یې په کندهار کې وه چې یو پولیس په کې خپل شپږ ملګري ووژل او بیا وتښتېده.

تیره اونۍ په زابل ولایت کې یوه سیمیز پولیس خپل شپږ ملګري په ډزو ووژل او له سیمې وتښتید. په ورته پیښه کې دوه اونۍ وړاندې په هلمند ولایت کې یوه پولیس خپل اته ملګري ووژل او څو تنه نور یې ټپیان کړل.

امریکا غږ اشنا د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې د جون تر څلورمې پورې د خپلو او ځینو نړیوالو اژانسونو د راپورونو په اساس دا ارقام راټول کړي دي.

سږکال ټولټال اووه داخلي بریدونه شوي چې په هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، کندز او ننګرهار کې وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې سملاسي د دغه راز بریدونو په تړاو شمیرې نشي چمتو کولاې.

لاملونه

وسله وال طالبان اکثرآ ادعا کوي چې داخلي بریدونه د دوې عناصر ترسره کوي.

تیره میاشت د ملي پوځ په جامو کې طالب بریدګرو په بلخ ولایت کې د افغان ملي پوځ پر قول اردو برید وکړ چې پکښې تر سلو ډیر پوځیان ووژل شول.

خو د پوځي چارو کارپوه داریوش کبیر وايي تر ډېره دا ډول پېښې د شخصي ستونزو له کبله کیږي،"په سیمه ییزه کچه دا ډول خلک له یو بل سره ستونزې لري او کله چې د پولیسو په لیکو کې جذب شي بیا له وخته ګټه اخلي او برید کوي".

ښاغلي کبیر وویل چي طالبان معمولآ د هري هغې پېښې مسولیت اخلي چې افغان حکومت په کې کمزوری ښودل شوی وي. د هغه په وینا د تېرو کلونو په پرتله اوس دا پېښې کمې شوي او یوازې د سیمیزو پولیسو په لیکو کې لیدل کیږي.

په ځینو پېښو کې بریدګرو له ځان سره ځينې وسلې او ګاډي هم وړي دي. په دغو بریدونو کې ځیني افغان پولیس ژوبل شوي هم دي چې کره شمېره یې نشته.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي دوی سږکال په پوځ کې د داخلي برید کومه پېښه نه ده ثبت کړې.

د امریکا د فارن افیرز د مجلې د معلوماتو په اساس د ۲۰۰۷ کال راهېسې په ټول افغانستان کې ۲۷۱ داخلي بریدونه شوي دي چې ۵۵۷ پولیس او سرتېري په کې وژل شوي او ۲۵۵ نور ژوبل شوي دي.

افغانستان دا مهال شاوخوا ۳۰۰زره پوځ، پولیس او استخباراتي کارکوونکي لري، چې د سیمې د هېوادونو په پرتله هومره ډېر نه بلل کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG