د لاس رسي وړ اتصالات

په لوګر کې اته ماین پاکوونکي وژل شوي دي


یو ماین پاکوونکی
یو ماین پاکوونکی
د لوګر د محمد اغې په ولسوالۍ کې د ایم ډي سي د ماين پاکونې د مؤسسې اته ماين پاکوونکي د وسله والو مخالفینو په برید کې وژل شوي دي.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش امریکا غږ ته وویل، د ایم ډي سي مؤسسې د ماين پاکوونکو موټر په ساحه کې د ماین پاکولو دندې خواته روان وو، چې وسله والو مخالفینو پرې برید وکړ، اته یې ووژل او درې نور یې ټپيان کړي دي.

ښاغلی درویش وايي « نن سهار لس بجې او پنځوس دقیقي وې، چې دغه ماین پاکوونکي دندې ته تلل، په دوی حمله شوې ده، چا لا تراوسه مسؤلیت ندی اخېستی ولې داسې بریدونه وسله وال مخالفین کوي

یوې منبعې په سیمه کې امریکا غږ ته ویلي، چې دغه ماين پاکوونکي په خپلو موټرو کې د محمد اغې ولسوالۍ د مس عینک سیمې ته د ماین پاکوونې لپاره تلل.

ایم ډي سي، یوه له هغو افغان ماين پاکوونکو مؤسسو ده، چې له کلونو کلونو راهېسې په افغانستان کې د ماين پاکوونې چارې پرمخ وړي.
د خمکنیو ماینونو په نښه کول
د خمکنیو ماینونو په نښه کول

دغه مؤسسه په لوګر کې له دوو کلونو راهېسې د ماين پاکوونې فعالیت کوي.

په افغانستان کې د ماین پاکوونې مؤسسې او کارکوونکي د بشري مرستو عمده مرستندویان ګڼل کیږي او ډېر کم په وسله والو جګړو کې د جګړو لوري دوی ته زیان اړوي.
XS
SM
MD
LG