د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنیو چارو وزارت په کارکوونکو نوي بندیزونه


د کورنیو چارو وزارت خپلو ټولو کارکوونکو او پولیسو ته امر کړی چې د ادارې او د جاسوسۍ ضد څانګو له خبرتیا پرته بهرنیو سفارتونو او نمایندګیو ته لاړ نشي.

د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د سفارتونو د ساتنې له کنډک نه غوښتل شوي چې سفارتونو ته د دغه وزارت د منسوبینو او پولیسو د ورتګ په صورت کې دې وزارت ته خبر ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د سرغړونکو سره به "د جاسوسۍ لپاره د هڅې په تور" جدي چلند وشي.

د کورنیو چارو وزارت همداشان د بهرنیو هېوادونو په سفارتونو کې د ملي ورځو، خپلواکۍ ورځو او په شپنیو مېلمستیاو کې د ملکي او پوځي مامورینو ګډون منع کړی دی.

په یوه بله ځانګړې اعلامیه کې چې دې وزارت خپره کړې ویل شوي چې پولیس او ددې وزارت کارکوونکي اجازه نه‌لري چې د پولیسو په رسمي یونیفورم او وسلې سره په ودونو او د فاتحې مراسمو کې ګډون وکړي او همداشان له دغو وسایلو سره د شخصي او کورنيو چارو په وخت کې ګټه نشي اخیستلای.

په اعلامیه کې راغلي چې "د دې امر نه سرغړونه به د نظم ماتول، تمرد، د پولیسو حیثیت ته تاوان رسول او یونیفورم ته سپکاوی وګڼل شي".

XS
SM
MD
LG