د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د آیرلنډ نه د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ هم وګټله


افغانستان د آیرلنډ نه د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ وګټله.
افغانستان د آیرلنډ نه د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ وګټله.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د آیرلنډ د لوبډلې نه د یو ورځنیو نړیوالو لوبو وروستۍ لوبه یوازې د دوه لوبغاړو په سوځیدو وګټله. افغانستان پدې سره د شلو شلو اورونو او یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ جامونه وګټل.

د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی راشد خان شو. راشد خان په دریو لوبو کې د آیرلنډ اته لوبغاړي وسوځول. پخپله راشد خان وویل چې د آیرلنډ په میدانونو کې د ورو توپ اچونکو لپاره توپ اچونه سخته ده خو وایي "خوښ یم چې ښه لوبه مې وکړله "

راشد خان په نننۍ لوبې کې د آیرلنډ درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لپاره په توپ وهنې کې تر ټولو ښه لوبه احسان الله جنت وکړله. هغه ۵۷ منډې وکړلې او د لوبې تر پایه ونه سوځید. رحمت شاه ۳۳ او حشمت الله شاهدي ۳۴ منډې وکړلې.

د افغانستان د لوبډلې کپتان اصغر افغان وویل چې په آیرلنډ کې دا لوبې مهمې دي ځکه چې راتلونکی نړیوال جام په برتانیې کې دی او د دواړو هیوادونو میدانونه تقریباً یو شان دي.

ښاغلي افغان وویل چې د تیرو دوه میاشتو راپدیخوا یېد نړیوال جام لپاره تیاری پیل کړی.

افغانستان به د دې لوبو نه وروسته په عربي متحده اماراتو کې د آسیا جام په سیالیو کې برخه اخلي. افغانستان د کرکټ د بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو وروسته په اتوماتیکه توګه د آسیا جام په سیالیو کې برخه اخیستلای شي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG