د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کانونو د مدیریت د لارې نقشه جوړه کړې


د افغانستان د کانونو وزارت د اټکل له مخې په دغه هیواد کې د شاوخوا ۳۰۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت کانونه شته دي.
د افغانستان د کانونو وزارت د اټکل له مخې په دغه هیواد کې د شاوخوا ۳۰۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت کانونه شته دي.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت، د دغه هیواد د کانونو په سکتور کې د اصلاحاتو او مدیریت د لارې نقشه جوړه کړې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دغه اقدام د افغانستان د کانونو سکتور د وضعیت د سمون لپاره یو ښه پیل ګڼلی او د لارې نقشې پر تطبق یې ټینګار کړی دی.

دغه طرح، چې د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د یوې غونډې پر مهال له افغان ولسمشر سره شریکه شوه، ښاغلي غني د کانونو وزارت چارواکو ته لارښونه وکړه، چې د یادې طرحې د لا پیاوړتیا لپاره د کانونو د برخې له متخصصینو سره سلا مشورې وکړي.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویلي، چې جوړه شوې طرح به د کانونو د سکتور ستونزې په لرې کولو کې او له کانونو څخه د ناسمې استفادې په مخنیوي کې مرسته وکړي.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي " د لارې نقشه کولای شي د راتلونکو نسلونو هوساینه تامین کړي... د یادې لارنقشې په پلي کولو سره به د افغانستان کانونه په شفاف ډول مدیریت شي".

د افغانستان د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغې طرح کې د کانونو د ښه مدیریت او اصلاحاتو لپاره پنځه عمده اصلونو لکه، اداري اصلاحات او پرمختیا، مدیریت او جیولوژيکي معلومات، د قانون مطابق د تړونونو مدیریت، شفاف او حساب ورکوونکی مدیریت او د پانګونې لپاره د شرایطو برابرولو ته ځان ورکړل شوی دی.

ټاکل شوې چې دغه طرح په دوو، دوه کلنو او پنځه کلنو، پړاونو کې عملي شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کانونو د مدیریت او د لارې د نقشې پر تطبیق ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې باید په دغه سکتور کې اصلاحات او پام وړ ښه والی رامنځ ته شي.

افغان حکومت په داسې حال کې د کانونو د ښه مدیریت لپاره د لارې نقشه جوړه کړې، چې اوسمهال د دغه هیواد د کانونو لویه برخه د سیمه‌ییزو قوماندانانو او زورواکو له خوا په غیرقانوني توګه ایستل کیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ۲۰۱۰ کال د سروې له مخې، د افغانستان د طبیعي زیرمو ارزښت ۱۰۰۰ میلیارد ډالرو ته رسیږي، خو د د افغانستان د کانونو وزارت بیا اټکل کړی، چې په دغه هیواد کې د شاوخوا ۳۰۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت کانونه شته دي.

XS
SM
MD
LG