د لاس رسي وړ اتصالات

له طالبانو سره په مذاکراتو کې د غني لومړیتوبونه


افغان ولسمشر وايي مذاکره کوونکی ټیم خپل لومړیتوبونه لري
افغان ولسمشر وايي مذاکره کوونکی ټیم خپل لومړیتوبونه لري

محمد اشرف غني نن پنجشنبه، اګست ۱۳ (زمري ۲۳) د امریکا د بهرنیو اړیکو له شورا سره په یوې انلاین غونډه کې وویل د حکومت د مذاکره کوونکي ټیم لومړیتوب به اوربند، د جګړې د پای ته رسیدو لپاره سیاسي چوکاټ، له نشه یي توکو سره مبارزه او په هیواد کې د ترهګرۍ له منځه وړل وي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، د افغانستان ګاونډیو هیوادونو تر بل هر وخته دا درک کړې چې په افغانستان کې ثبات د افغانستان، ګاونډیو هیوادونو او د سیمې او نړۍ د هیوادونو په ګټه دی.

نوموړي وویل، له ګاونډیو په ځانګړې ډول د منځنۍ آسیا له هیوادونو سره ډیر ښه روابط لري.

ښاغلي غني د طالبانو د ادعاو په اړه چې بندیان یې له جدي امنیتي خطر سره مخ دي وویل چې پر زندانیانو به هیڅ برید ونشي. په هماغه شکل چې افغان ځواکونو د لویي جرګې امنیت تامین کړ، په هماغه شکل به د زندانیانو امنیت هم وساتي.

افغان ولسمشر د لوی اختر په لومړی ورځ اعلان وکړ د هغو ۴۰۰ طالب بندیانو آزادیدل چې ویل کیږي پرې حق العبدي ادعاوي شته ، د هغه په صلاحیتونو کې ندي او باید په مشورتي لویه جرګه کې د خلکو استازي یې په اړه پریکړه وکړي.

یوه ورځ وروسته له هغه چې مشورتي لویي جرګې د ۴۰۰ زندانیانو د خوشي کیدو لپاره رایه ورکړه، ولسمشر غني د هغوی د آزادیدو فرمان صادر کړ.

د جګړې ډګر ته د آزادو شویو طالب جنګیالیو د بیرته ستنیدو په اړه ښاغلي غني وویل، په دې اړه هیڅ تضمین نشته.

د سولې د تامین په اړه د حکومت د هڅو په اړه جمهور رئیس غني وویل، ټول هغه اقدامات یې کړي دي چې سولې ته لار هواروي او اوس باید طالبان وښي چې واقعا سوله غواړي که نه.

ښاغلي غني د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا پارلماني یا فدرالي سیستم به ورته د منلو وړ وي وویل، افغانستان اساسي قانون لري او پر اساس به یې عمل وکړي.

د افغانستان ولسمشر وویل، د مذاکره کوونکي ټیم ټول تصامیم به وروستي نه وي او باید د پارلمان او د افغانستان د خلکو له خوا تائید شي.

هغه په حکومت او ټولنه کې د میرمنو پر ونډې ټینګار وکړ او ویې جګړو په افغانستان کې د میرمنو ونډه محدوده کړې ده.

تمه کیږي چې د طالب بندیانو د بهیر په بشپړیدو سره، په راتلونکو ورځو کې په قطر کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي. ​

XS
SM
MD
LG