د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ځوانانو د مالي ملاتړ صندوق او د ځوانانو عالي شورا جوړېږي


د افغانستان جمهور رئیس وايي حکومت په پام کې لري چې د ځوانانو عالي شورا او له ځوانانو څخه د ملاتړ لپاره د پیسو یو صندوق جوړ کړي.

جمهور رئیس غني د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۱۲مه (زمري ۲۲) په خپله وینا کې وویل چې د ځوانانو معینیت ارګ ته انتقالوي او په جمهوري ریاست کې به د ځوانانو او ښځو د پیاوړتیا لپاره یو نوی بست رامنځ ته کړي.

ښاغلي غني وویل: "تر ۴۵ ورځو پورې به د ځوانانو عالي شورا جوړه او خپله لومړنۍ غونډه وکړي چې په کې د ۳۴ ولایتونو په استازیتوب ځوانان غړیتوب ولري او د ځوانانو ټولو چارو ته د رسېدنې په برخه کې به فعالیت وکړي".

د افغانستان جمهور رئيس دغه راز ژمنه وکړه چې د دغه هېواد په دولتي ادارو کې ۱۵زره خالي بستونه شته دي او ځوانان کولی شي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون له لارې د ازموینې په ورکولو سره دغو بستونو ته جذب شي.

همداشان افغان حکومت په پام کې لري چې له ځوانانو څخه د مالي ملاتړ لپاره د پیسو یو صندوق جوړ کړي ترڅو ځوانان ترې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره استفاده وکړي.

ښاغلي غني وویل هغو ځوانانو ته به د لوړو زده‌کړو د ترلاسه کولو بورسونه ورکړل شي چې تر دوو کلونو پورې د افغانستان د ولسوالیو په ښوونځیو کې د ښوونکي دنده ترسره کړي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم له افغان حکومت څخه غوښتي چې د ځوانانو لپاره د زده‌کړو، کار او په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ګډون زمینه برابره کړي ترڅو د مهاجرتونو او د دولت د وسله‌ولو مخالفینو لیکو ته د دوی د ورتګ مخه ونیول شي.

د افغانستان احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د معلوماتو په اساس د دغه هېواد شاوخوا ۶۰سلنه وګړي ځوانان دي.

د ځوانانو د ملاتړ لپاره د جمهوري ریاست له لورې دا اقدامات په داسې حال کې کېږي چې افغان ځوانانو په دغه هېواد کې د بې‌کارۍ، ناامنیو او د استخدام په پروسه کې د شفافیت د نشتوالي له امله د حکومت پر اقداماتو انتقادونه کړي دي.

خو د افغانستان جمهور رئیس وویل چې د ملي یووالي په حکومت کې یې ځوانانو ته زیات فُرصتونه برابر کړي او په اوسني حکومت کې به هم دې لړۍ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG