د لاس رسي وړ اتصالات

اسیا ایمیرجنګ کپ؛ افغانستان له هند او پاکستان له سري لانکا سره د سیمې فاینل لوبې کوي


افغانستان په دغو سیالیو کې دوې لوبې ګټلې او یوه یې بایللې ده
افغانستان په دغو سیالیو کې دوې لوبې ګټلې او یوه یې بایللې ده

افغانستان نن جمعه اکتوبر ۲۵ (لړم څلورم) د اسیا کرکت شورا د ۲۰۲۴ کال د ایمیرجنګ کپ شل اوریزو سیالیو په نیمه پایلوبې کې له هند سره لوبه کوي.

دا لوبې د عمان په مرکز مسقط کې کېږي.

د افغانستان الف (افغان ابدالیان) او هند الف لوبډلې دویمه نیمه پایلوبې کې له یو بل سره مخامخ دي. سري لانکا او پاکستان لومړی نیمه پایلوبه کوي.

د دغو سیالیو دوه ګټونکې لوبډلې به د اسیا د ایمیرجینګ کپ پایلوبې (فاینل) ته لار کوي،‌ چې د یکشنبې په ورځ ده.

افغانستان تر دې دمه د کرکټ په هېڅ یو ډول لوبې کې هند ته ماتې نه ده ورکړې.

افغانستان په روانو سیالیو کې په ګروپي‌ لوبو کې بنګله دېش او سری‌ لانکا ته ماتې ورکړې او د سه شنبې په ورځ یې په هانګ کانګ باندې وبایلله. د همدغې وروستۍ ماتې له کبله په خپل ګروپ کې دویم او په سیمې فاینل کې له هند سره مخامخ شو.

هند یوازینۍ لوبډله ده چې خپلې درې واړه ګروپي لوبې یې وګټلې.

د اسیا ایمیرجینګ کپ سیالیو کې شپږ لوبډلې وې چې عمان او متحده عرب امارات له دغو سیالیو څخه بهر شول.

تېر ځل پاکستان د دغو سیالیو اتلولي ګټلې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG