د لاس رسي وړ اتصالات

د کامې ګوړه تر اروپا او امریکا پورې رسېږي - افغان سوداګر 


د کامې ګوړه
د کامې ګوړه

په ننګرهار کې د ګوړې سوداګر وايي، بازار یې غوړېدلی او تولیدات یې اوس تر اروپا او امریکا پورې هم رسېږي.

دغه سوداګر وايي، تولیداتو یې په بازار کې د پاکستانۍ ګوړې ځای نیولی دی ځکه چې د کیفیت له مخې ورڅخه ښه ده.

د ګوړې سوداګر عبدالهادي وايي: "د کامې ګوړې بازار ښه دی. پروسږ کال په موټرانو ګوړه له پاکستانه راتله او زموږ د کامي خلکو زیات زیان وکړ خو سږ کال یې کار ښه دی. جرمني، فرانسې، سعودي او حتی تر امریکا پورې زموږ ګوړه ځي."

د کامې ګوړه په افغانستان کې مشهوره ده او په خاص ډول د ژمي په راتګ سره، ډیرې کورنۍ هڅه کوي چې دا ګوړه وپیري.

د کامې ګوړه
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

په ننګرهار کې هر کال په لسګونو زره ټنه د ګنيو حاصلات اخیستل کېږي چې وروسته په کوچنیو کارخونو کې له یادو ګنیو څخه ګوړه تولیدېږي.

د ننګرهار په هره کارخونه کې په ورځنې ډول تر شاوخوا ۶۰ منه پورې ګوړه تولیدیږي.

سلیم چې د ګوړې په کارخونه کې کار کوي د خپل کار په اړه وايي: "اول ګني له کامې راوړو او بیا یې د ماشین په زور شربت ترې باسو او هغه بیا کړايي ته اچو او اور تر لاندي کوو او په دریو ساعتونو کې پخیږي. وروسته یې وچوو او چکۍ ترې جوړوو. موږ هره ورځ تر ۶۰ منه پورې ګوړه جوړوو."

د ګوړې په هره کارخونه کې تر ۱۵ پورې کسان په دنده بوخت وي، چې د هر کارګر دنده بېله وي.

د بازار موندنې د برخې کارپوهان وايي، د افغانستان د ګوړې د بازار د لا غوړېدا دپاره په کار ده چې د ګوړې جوړولو، بسته بندۍ او داسې نوري چارې معیاري شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG