د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اسیا او پاسیفیک حوزې ملاریا سره د مبارزې شبکې غړی شو


تیر کال افغانستان کې د ملاریا ۲۸۰ زره پیښې ثبت شوې وې.
تیر کال افغانستان کې د ملاریا ۲۸۰ زره پیښې ثبت شوې وې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د ملاریا سره د مبارزې په برخه کې د اسیا او پاسیفیک د حوزې د غړیتوب ترلاسه کول به دغه هیواد کې د ملاریا سره مبارزه ګړندۍ کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ملاریا او لشمانیا سره د مبارزې د ادارې امر ډاکټر عبدالسمیع نهضت امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې افغان حکومت د ملاریا سره د مبارزې په برخه کې خپل دوه راپورونه د اسیا او پاسیفیک د حوزې شبکې ته وړاندې کړي وو، چې په پایله کې دغې شبکې د افغانستان غړیتوب سره موافقه وکړه.

ښاغلي نهضت وویل" د دې پر دوام هغوی په رسمي ډول په یوه لیک کې د اسیا او پاسیفیک د حوزې شبکه کې د افغانستان د غړیتوب سره موافقه وکړه".

د اسیا او پاسیفیک د حوزې په شبکه کې شل هیوادونه شامل دي.

افغانستان یو شمیر سیمې د ګرمې هوا د لرلو له امله د ملاریا د غوماشي د حرکت په لاره کې پرتې دي، چې هرکال په سلګونو زره کسان پر دغې ناروغۍ اخته کیږي

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په وروستیو کلونو کې په دغه هیواد کې د ملاریا پیښې کمې شوي دي.

د دغه وزارت د ملاریا او لشمانیا د امریت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د مزمنې یا وژونکې ملاریا د پیښو له امله په تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د مزمینې ملاریا د ناروغۍ له امله لس ته مړه شوي وو.

تیر میلادي کال په افغانستان کې ۲۸۰ زره د ملاریا پیښې ثبت شوې وې، چې ۹۰ فیصده یې په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې ثبت شوې وې.

ښاغلي نهضت وویل " د وای او ایکس ډول ملاریا په پیښو کې مو د ۳۰ او ۳۵ فیصدو ترمنځ کموالی لره، ورسره په ولایتونو کې د ناروغۍ د تشخیص کچه ۷۵ فیصده لوړه شوې ده".

په وروستیو اونیو کې افغان حکومت د ملاریا سره د مبارزې ملي پروګرام د هرات په ولایت کې پیل کړ، چې نورو ولایتونو ته به هم پراخه شي.

ټاکل شوې، د دغه پروګرام له لارې به د ملاریا د ناروغۍ پر وړاندې د خلکو د خبرتیا کچه لوړه لاړه شي.

د ملاریا ناروغي د ملاریا د غوماشي له لارې انسانانو ته انتقالیږي، چې که پر وخت یې درملنه ونشي د مړینې سبب هم کیدلی شي.

د ملاریا غوماشی د ګرمۍ په موسم کې، چې خلک په ازاده هوا کې د شپې بدیږي خلک چیچي، چې له امله په دې ناروغۍ اخته کیږي.

ډاکټران وایي، ملاریا د علاج وړ ناروغي ده.

XS
SM
MD
LG