د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په روان کال کې ١٢ خبریالان وژل شوي


ذبیح الله تمنا د جمعې په ورځ د امریکایي خبریال ډیوېډ گیلکي سره یو ځای په هلمند کې ووژل شو.
ذبیح الله تمنا د جمعې په ورځ د امریکایي خبریال ډیوېډ گیلکي سره یو ځای په هلمند کې ووژل شو.

خبریال ذبیح الله تنما دوه ورځې مخکې له خپل بهرني همکار ډیوید ګیلکي سره په هلمند ولایت کې د طالبانو په کمین کې وژل شوی و.

ذبیح الله تمنا د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته د خبریالۍ کار د عکاس ژورنالست په توګه پیل کړی و. هغه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې لوړې زده کړې وې.

د ذبیح الله د کورنۍ غړي انجینر اسماعیل آشنا تلویزیون ته وویل چې هغه له تیرې یوې اونۍ راهیسې هلمند ته تللی وو او د کار پر مهال د طالبانو په کمین کې ووژل شو.

ذبیح الله تمنا درې ماشومان لري چې مشر زوی یې مصطفی نومیږي او اته کاله عمر لري.

مصطفی امریکا غږ ته وویل چې له تیرې جمعې ورځې راهیسي یې خپل پلار نه دی لیدلی او د یکشنبې په ورځ د پلار د مرګ خبر ورکړل.

ذبیح الله تمنا د یو ه ترکي او یوه چینایي خبري اژانسونو سره کار کولو.
ذبیح الله تمنا د یو ه ترکي او یوه چینایي خبري اژانسونو سره کار کولو.

مصطفي زیاته وي "له دولت څخه غواړم چې زما د پلار د وینې د هر څاڅکي بدل ورڅخه واخلي، زه غواړم چې دا ظالمان هر یو یې ونیسي او وې وژني".

په افغانستان کې د ژورنالستانو د خویندیتوب د کمیټې مشر نجیب شریفي وايي چې سږکال افغان خبریالانو لپاره تر ټولو ګواښونکی کال دی ځکه یوازې په شپږو میاشتو کې په افغانستان کې تراوسه دولس خبریالان وژل شوي دي.

شریفي وایي "یو ځل بیا موږ دې واقعت ته متوجه شولو چې افغانستان د خبریالانو او خبریالۍ لپاره خطرناک هیواد دی، لکه څنګه چې معلومیږي افغانستان به د زیاتې مودې لپاره د خبریالۍ په برخه کې یو خطرناک هیواد وي".

د ذبیح الله په جنازه کې د محمد فهیم عابد په نوم یو خبریال امریکا غږ ته وویل چې د ذبیح الله تمنا وژل کیدل به نه لومړۍ او نه هم وروستۍ پیښه وي. ههغه زیاته کړه "خبریالان یوازې حقایق خپروي او باید د جګړې ښکیلې خواوي د خبریالانو ژوند ته پاملرنه وکړي".

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې دوی پوره هڅه کړې وه چې د ذبیح الله تنما او ورسره دیوید ګیلکي ژوند وساتي، خو په هلمند ولایت کې لښکرګاه ښار په غځیدلي سړک د دوی موټر د ماین ښکار شوی او دا پیښه رامنځ ته شوه.

په تیرو پنځلسو کلنو کې په افغانستان کې په بیلابیل ډول له شپیتو زیات خبریالان وژل شوي دي، د خبریالانو د ساتنې ادارې په افغانستان کې د خبریالانو د ژوند په هکله لا هم اندیښمن دي.

XS
SM
MD
LG