د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کي د ارزو تلویزیون دفتر د درې میاشتو تړلو وروسته بیرته پرانیستل شو


د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو د تیر۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۴ د ارزو تلویزیون یې مهرلاک کړی وو.
د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو د تیر۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۴ د ارزو تلویزیون یې مهرلاک کړی وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو په کابل کې د ارزو تلویزیون د څانګې د نږدې دریو میاشتو تړلو وروسته د بیرته پرانیستلو اجازه ورکړې او دغه تلویزیون بیرته خپلې خپرونې پیل کړي دي.

د ارزو تلویزیون رئیس بصیر عابد د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې د طالبانو حکومت د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت د موافقې پراساس د ارزو د تلویزیون پر دروازه لګول شوی مهرلاک ایسته شوی او دفتر ته د کارکوونکو په ستنیدو سره دغې رسنۍ بیرته خپل فعالیت پیل کړی دی.

د طالبانو حکومت د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په څلورمه (لیندۍ ۱۴) په کابل کې د ارزو خصوصي تلویزیون باندې برید وکړ او د څو ساعتونو پلټنو وروسته یې ددغه تلویزیون دروازه مهرلاک کړه او د تلویزیون اوه کارکوونکي یې بندیان کړل.

دا کارکوونکي له افغانستان څخه بهر میشتو رسنیو سره د اړیکو او د تلویزیوني سریالونو د خپرولو په تور چې د طالبانو په باور د " اسلامي ارزښتونو پرخلاف" دي نیول شوي وو.

د ارزو د تلویزیون رئیس همداشان ویلي چې د طالبانو محکمې د دغه تلویزیون د کابل د څانګې د اوو کارکوونکو نیول د بې ګناهۍ حکم صادر کړی او اوس ددغې رسنۍ د کار پر وړاندې کومه ستونزه نشته دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: " د افغانستان د خبریالانو مرکز، د ارزو تلویزیون د دفتر بیا پرانیستل کېدل او د محکمې له لوري د کارکوونکو د بې‌ګناه اعلانولو هر کلی کوي، خو په یاده موده کې یې تړل د یادې رسنۍ د بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه بولي، په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیت د محدودیتونو پر زیاتېدو ژوره اندیښنه څرګندوي".

همداشان دغه مرکز د طالبانو د حکومت له چارواکو غوښتي چې له پرېکړه کوونکو چارواکو څخه دې وغواړي چې رسنۍ دې د ټولنیزو رسنیو د قانون سره سم خپل فعالیت ته پرېښودل شي.

دمخه د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي وو، چې په کابل کې یې د ارزو تلویزیون دفتر د "اسلامي ارزښتونو د ساتنې" په موخه تړلی او پر دغې رسنۍ یې تور لګولی چې له جلاوطنو رسنیو یې ملاتړ ترلاسه کاوه، په غیر رسمي ډول یې خلک استخدامول او "مبتذل سريالونه" یې خپرول.

د ارزو تلویزیون د ۱۳۸۵ کال د تلې میاشتې په پیل کې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې فعالیت پیل کړ، چې بیا د ۱۳۸۸ کال د مرغومې میاشتې کې یې په کابل کې هم خپل دفتر پرانیست.

طالبانو د۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو وروسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې په پرله پسې ډول پر خبریالانو او رسنیو فشارونه زیات کړي او پرې محدودیتونه یې لګولي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانو وروستیو اقداماتو ته په کتنې ویلي چې طالبانو په تیر ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۱۲ عامه او خصوصي رسنۍ تړلي دي. دغه سازمان د ډسمبر ۱۹ ( لیندۍ ۲۹) په افغانستان کې د طالبانو له خوا د رسنیو د فعالیتونو د غندنې په ترڅ کې ددغې ډلې له حکومت غوښتي چې ټولو تړلو شویو رسنیو ته دې د فعالیت اجازه ورکړي او هم دې ټول خبریالان له خپل بند څخه خوشې کړي.

د بې پولې خبریالانو سازمان((RSF ویلي چې په داسې حال کې چې د یوولس تلویزیونونو او د یوې راډیو فعالیت په بشپړ ډول بند شوی، درې نورې راډیوي خپرونې په موقتي ډول د تړل کیدو وروسته له هغې وروسته ورته په دې شرط د فعالیت اجازه ورکړل شوی چې نور به په خپلو خپرونو کې موسیقي نه خپروي.

د بې پولې خبریالانو سازمان په دې راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اکست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته طالبانو د تیر ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر میاشتې لږ ترلږه ۱۴۱ خبریالان نیولي او بندیان کړي دي. دغه سازمان ویلي چې یوازې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې طالبانو ۲۵ خبریالان بندیان کړي وو، چې نږدې ۲۵ فیصده یې بهرنیو رسنیو سره د اړیکو په تور نیول شوي وو.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې په یو ګډ راپور کې ویلي چې په تیرو څه باندې دریو کلنو کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د بشري حقونو پر وړاندې یې ۳۳۶ پیښې مستندې کړي دي.

یوناما د نومبر ۲۶ (لېندۍ شپږم) "په افغانستان کې د رسنیو ازاد‍ۍ" تر سرلیک لاندې خپور شوي راپور کې د خبریالانو د خپلسرو نیولو، شکنجو، ناوړه چال چلند او ګواښونو په ګډون د سلګونو قضیو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ددغه راپور له مخې، یوناما د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه چې طالبان په افغانستان بیا واکمن شول بیا د روان کال د سپتمبر تر۳۰ نېټې پورې، په خپلسر د خبریالانو د نیولو ۲۵۶ پیښې، شکنجې او ناوړه چال چلند ۱۳۰ پیښې او د ګواښ یا ډارولو ۷۵ قضیې ثبت کړې دي.

د یوناما راپور زیاتوي چې اوس مهال په افغانستان کې خبریالان، په ځانګړي ډول د رسنیو ښځینه کارکوونکې له سختو محدودیتونو او توپیرې چال چلند سره مخ دي، چې د هغوی پر مسلکي وړتیا یې ناوړه اغېز کړی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اوس مهال د سانسور او معلوماتو ته د لاسرسي تر سختو محدودیتونو لاندې خپلې دندې ترسره کوي. د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د رسنیو خپلواکۍ ته ژمن دي او رسنۍ باید د خپرونو پر مهال اسلامي او ملي ارزښتونو ته جدي پاملرنه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG