د لاس رسي وړ اتصالات

د عاشورا د ورځ لمانځنه د سنیانو له نظره


جمهور رئیس کرزی د عاشورا په مراسمو کې
جمهور رئیس کرزی د عاشورا په مراسمو کې

د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ دکابل ښار د حضرت امام محمد باقر په جامع جومات کې د عاشورا په مراسمو کې ګډون وکړ.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د دې مراسمو په ترڅ کې د امام حسین او د هغه د یارانو روح ته دعا وکړه او په هېواد کې یې د سراسري سولې، امنيت او د افغانانو تر منځ د ملي يووالي د ټينګښت هیله وکړه.

د محرم الحرام لسمه (عاشورا) د اسلام د ستر پيغمبر د لمسي او يارانو روح ته د دعا په موخه هر کال د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د درناوي د مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي.

شیعه مذهبي دا ورځ په کابل کې د تورو جنډو په ځوړندولو، مرثیه ویلو او ځان وهلو لمانځي خو سنيان بیا ددغې ورځې یاد ته له بل اړخه ګوري. دا ډلګۍ د ځوانانو د محرم الحرام د لسمې یا د عاشورا د ورځې یاد له دې لارې کوي، په تېزو اوسپنو په عام سړک کې د ځان وهل.

له تېرې یوې لسیزې راهېسې په افغانستان کې اهل تشیع په عام ډول خپل مذهبي اجراءت کوي، د تورو جنډو ځوړولو، په تکیه خانو کې مرثیې ویل، ځان وهل او په ښار کې حرکت.

خو د کابل اهل تسنن بیا د محرم الحرام د لسمې یادښت په دې ډول نه، بلکې د خیراتونو په ورکړې، صدقاتو، نعت ویلو، زیارتونو ته په تګ، د خوږې شولې ویش او یا د قبور په لیدنه کوي.

تمیم الانصار، د شهدا الصالحینو په سیمه کې یو لوی زیارت، دلته د عاشورا په ورځ سني مذهبي ددې ورځې د
د عاشورا د ورځ لمانځنه د سنیانو له نظره
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00
نمانځنې لپاره زیارت کولو ته ورځي، د دوی په باور پدې ورځ په زیارتونو کې دوعاووې کوي.

د شهدا الصالحینو دا سیمه خورا مشهوره ده، هر کال په مذهبي ورځو کې دلته خورا ګڼه او ګوڼه وي، زیارتونو ته ورتګ هغه هم د عاشورا د ورځې په څیر په مذهبي ورځو کې د خلکو اوږده عنعنه ده.

محمد صابر، یو زیارت کوونکی وايي، د عاشورا ورځ په تقدس یادوي، دی وايي دې زیارت ته راغلی ترڅو د کربلا د پېښې قربانیانو ته دوعاء وکړي، خو محمد صابر وايي دی خپله معمولا په د محرم په لسمه روژه نیسي.

کابل کې د خوږې شولې عنعنه په مذهبي ورځو کې اوږده ماضي لري، له ډېرې پخوا په کابل کې هغه خلک چې زیاته مالي وسه نه لري د عاشورا په لسمه خوږه شوله په خپلو خپلوانو ویشي، دا ماشوم هم د خپل کور خوږه شوله د خپلوانو کره وړي.

د محرم د لسمې اوس نمانځنه د لویو خیراتونو په ورکړه هم کیږي، دا خیرات او ختم د داسې یو چا دی، چې په ويناء یې له کلونو کلونو راهېسې د محرم په لسمه خیرات کوي، عبید الله وايي، د لوی خیرات وسه لري او د محرم په لسمه هر کال خیرات کوي.

خو یو شمېر خلکو بیا د مذهبي توپیرونو د له منځه وړلو نظریات درلودل، دوی وايي، دا مقدسې ورځې باید یو ځای ونمانځلې شي، دا ورځ د مسلمانانو په نظر د کربلا د پیښې د یاد په منظور د غم او یا توره ورځ ده.
XS
SM
MD
LG