د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست بې وزله کورنۍ او د بډایه افغانانو مرستې


د خوست یوه بې وزله کورنۍ
د خوست یوه بې وزله کورنۍ

بډایه افغانانو په خوست کې د يوې بې وزلې کورنۍ سره مالي مرستې کړې دي. د دغه کورنۍ د بې کسۍ او بې وسۍ قصه څه موده مخکې امریکاغږ خپره کړې وه.

شاوخوا دوولس کلنه بخت زمينه، چې د خوست د مرکز اوسېدونکې ده، د ښوونځي ترڅنګ له تېرو دوو کلونو راهيسې د خلکو د بوټونو او څپلۍ د پالش له لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي.

بخت زمينې په يوه ويډيو کې چې د امريکاغږ اشنا راډيو پر فېسبوک او وېب پاڼه خپره شوې، د خپل سپين ږيري پلار د ناروغۍ او د کورنۍ د اقتصادي مشکلاتو په اړه له درده ډکې کيسې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لسګونو زرو افغانانو پام ځانته ورواړاوه.

ددې ويډیو په لېدو په بريتانيا کې يوه مېشت افغان، نعيم جمال د دې نجلۍ د پلار د ناروغۍ د تداوي ترڅنګ د دې کورنۍ د اقتصادي مشکلاتو د حل لپاره د هر ډول اړينو اقداماتو مالي لګښت پرغاړه واخيست.

له دې مرستې د بخت زمينې پلار فضل ګل يوه اندازه پيسې ترلاسه کړې او درملنه يې پرې شروع کړې. ده يو ځل معده او دوه ځلې مثانه عمليات کړي، خو وايي، اوس هم له ناروغۍ کړېږي.

هغه امريکاغږ ته وويل چې ” ځوان زوی نلرم. زوی مې کوچنی دی. زه درې وارې عمليات شوی يم، د کار نه يم. چې لوڼه مې پيسې ونه ګټي، نو نور څوک يې راته وګټي؟ دومره څه خو راګټي چې چای او بوره مو پرې کېږي‟.

شپږ پنځوس کلن فضل ګل څلور لوڼه او يو کوچنی زوی لري. دی په خپله څه ناڅه ليک لوست کولای شي، خو وايي، چې د روښانه راتلونکي په خاطر په څلور واړه لورګانو باندې د زده کړو ترسره کولو کلک هوډ لري.

فضل ګل زياته کړه چې ”دوی مې ښوونځي کې اچولې دي. ما ته خو به دعاوې کوي چې يو ځای ته يې رسولې يو. که نور څه نه وي، د ځان لپاره به خو مزدوري په قلم وکړي ‟.

بخت زمينه د خپلې سيمې د ښوونځي په شپږ ټولګي کې له سهاره تر غرمې زده کړې کوي او پاتې نيمه ورځ له کشرې خور سره يو ځای په ښار کې د خلکو بوټونه پالش کوي.

بخت زمينه وايي، زده کړې يې ترټولو ستر ارمان دی، خو پدې شرط، چې اقتصادي مشکلات يې حل شي.

هغې وويل چې ”زه غواړم چې ډاکټره، انجينره يا ښوونکې شم. ددې لپاره چې د پلار تداوي مې وکړم، د خپلې کورنۍ او نورو خلکو خدمت وکړم ‟.

ژورنالېست او ليکوال مالي خان يعقوبي چې په بريتانيا کې د مېشت افغان رالېږلې مرسته يې فضل ګل ته ورسوله، د امريکاغږ اشنا راډيو له لارې د بې وزله او بې وسه خلکو غږ خپرول د خورا ستاينې وړ وبلل.

هغه له بډايه خلکو هم وغوښتل، چې له بې وزله خلکو سره د اړتيا وړ مرستې په کولو کې خپله ونډه واخلي.

”د امريکاغږ اشنا راډيو څخه ډېره مننه کوو، چې دغه موضوع يې راپورته کړه او د افغانانو تر غوږونو يې ورسوله. همدارنګه نعيم جمال ژمنه کړې، چې ددې کورنۍ د دوامدارې نفقې ګټلو لپاره يو کاروبار برابر کړي، چې وکولای شي، خودکفا شي او په خپل لاس ګټلې پيسې په خپله مصرف کړي‟.

پر دې سربېره د يادې خپرې شوې ويډيو پراساس ځينو نورو افغانانو هم له يادې کورنۍ سره د اقتصادي ستونزو د هواري او د نجونو د زده کړو سرته رسولو په برخو کې د مرستې ژمنې کړې دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG