د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې غصب شوي ځمکې بیرته دولت نیسي


د عسقلان په دښته کې د اته سوه جریبه یوې لویې کلا د نړولو لپاره دولتي چارواکي سیمې ته تللي دي. ددغې او ورته نور کلاګانو د نړولو چارې چې په دولتي ځمکه کې په غیرقانوني ډول جوړې شوي، پيل شوي دي.

په کندوز کې زیاتې دولتي ځمکې د یو شمیر هغو کسانو له خوا چې پوهیږي د چا پرې زور نه رسيږي، نیول شوي دي، او لویې لویې ودانۍ يې په کې جوړې کړي دي. د کندوز د ښار شاو خوا سیمې هم یو شمیر خلکو پر خپل سر ویشلي چې اوس په کې پراخه ابادي شوې.

د هغو دولتي ځمکو د بیرته دولتي کولو لپاره چې خلکو غصب کړي کمیسون جوړ شوی چې ددغو کلاګانو د نړولو کارونه يې شروع دي.

بیرته راستنېدونکي مهاجر بل کار نلري خپلې ځمکلې د غصبه خلاصوي


د کندوز د املاکو ریس محمد ابراهیم ترکمن وايي چې په کندوز کې دوه زره جریبه دولتي ځمکه د ځینو کسانو له خوا چي قوماندانان دي او یا هم داسې کسان دي چې د دولتي چارواکو زور پرې نه رسیږي غصب شوي دي.

محمد ابراهیم ترکمن داسي وايي،، د ځمکو غصب په تیرو یولسو کالو کې په کندوز کې پیل شوی، خلک له مهاجرته راستانه شول او ځمکې يې ونیولې، دولتي ادارو په دغه اړه خبر ورکړې خو داسې کار نه شوی چې د غصب شوې ځمکې بیرته دولتي شي.،،

د کندوز یو تن اوسیدونکی جاوید بیا وايي چې خپله دولتي چارواکو ددې زمینه برابر کړې چې خلک دولتي او دخلکو ځمکې ونیسي. هغه وايي چې دولت باید له اوله سره د ځمکو د غصب مخه نیولې وای. هغه داسي وايي ،، کندوز کې هم د زور واکانو له خوا غصب شوي دولت چې اوس دا اقدام کړی، چې د زورواکانو نه غصب شوی ځمکې بیرته دولتي کړي، خو زه ګومان نه کوم چې دولت د ټولو خلکو څخه غصب شوې ځمکې راستنې کړي.،،

د کندوز د امنیت امر عباد الله تلوار وايي چې که د ټولو هغه کسانو پر وړاندې چې دولتي ځمکې يې غصب کړي ورته عمل وشي پولیس حاضر دي چې خپله دنده ترسره کړي ،، د عسقلان په سیمه کې د یوتن له خوا اته سوه ځمکه غصب شوی مونږ د محکمې د امر له مخې مجبور یو چې دغه ځمکه د هغه له منګولو خلاصه کړو.،،

په کندوز کې نه یوازې دا چې دولتي ځمکې غصب شوي بلکې د خلکو شخصي ځمکې هم د یوشمیر نورو هغه زرورو له خوا غصب شوي دي چې په ډله ییزه توګه يې په کې کورونه جوړ کړي او د ځمکو اصلي څښتنان چې بیرته له مهاجرته راستنیږي د کاروبار پر ځای دعوې مخکې وړي.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG