د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز ښار د سقوط مخه نیول شوې خو جگړه لا روانه ده


د جگړو د سیمو خلک نن دوسنبې ښار ته راوتلي وو چې خپل بېړني کارونه ترسره کړي.
د جگړو د سیمو خلک نن دوسنبې ښار ته راوتلي وو چې خپل بېړني کارونه ترسره کړي.

له تیرو دریو ورځو راپه دیخوا د کندوز د ښار شاو خوا کمربندي پوستو باندې د مخالفینو له خوا حملې دوام لري، د دولت مخالفو وسله والو د کندوز د ښار شرق لور ته د لودینو د سیمې د محلي پولیسو پوستې تر ولکې لاندې راوستي.

پرون او نن د ښار شاوخوا د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ خال خال ډزې تبادله کیږي، د جګړې د سیمو خلکو نن ښار ته راوتلي وو په خپلو کارونو پسې ګرځیدل.

جګړه د کندوز د ښار څلورو خواو ته په درې کیلومترۍ کې پر ځای ولاړه ده
جګړه د کندوز د ښار څلورو خواو ته په درې کیلومترۍ کې پر ځای ولاړه ده

جګړه د کندوز د ښار څلورو خواو ته په درې کیلومترۍ کې پر ځای ولاړه ده، د محلي پولیسو پوستو کې اوس هم د دولت مخالف وسله وال طالبان دي.

د جګړو له امله عام خلک تر هرچا زیات زیانمن شوي دي، د قلعه ذال اوسیدونکی د خپلې سیمو په اړه داسې وايي "خلک په اسانۍ ښار ته تګ راتګ نه شي کولای، د شپږ کیلومتره لارې کرایه ۳۰۰ افغانۍ شوې ده."

وحیدالله د قلعه ذال اوسیدونکی هم وايي چې "عام خلک له ستونزو سره مخ دي او د جګړو زیات تاوان عامو خلکو ته اوړي."

د کندوز د ښار اوسیدونکي بیا د ښار د حالاتو په اړه وایي چې د کندوز د ښار شاوخوا دروازو کې جګړه روانه وه خو دا دوه ورځې اوضاع ښه ده، ولې خلک یو څه په تشویش کې دي.

نن سهار د قلعه ذال ولسوالۍ په مرکز اقتپه باندې د مخالفو وسله والو له خوا برید شوی و چې د ولسوالۍ مرکز اقتپه یې د یو ساعت لپاره تصرف کړې و.

نن سهار د قلعه ذال ولسوالۍ په مرکز اقتپه باندې د مخالفو وسله والو له خوا برید شوی
نن سهار د قلعه ذال ولسوالۍ په مرکز اقتپه باندې د مخالفو وسله والو له خوا برید شوی

د پولیسو د سپین زر زون قوماندان شیرعزیز کاموال وايي چې د طالبانو له خوا د عمري عملیاتو له اعلان وروسته د طالبانو یو شمیر قوماندانان په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې وژل شوي دي.

هغه زیاتوي چې نن او پرون په ښار کې اوضاع نورمال ده، خو په ځینو سیمو کې د جګړې له امله مخالفینو ته د تلفاتو شمیره لوړه شوې ده " په جګړه کې د طالبانو تلفات تر سلو تنو اوښتي دي، زمونږ لویه لاسته راوړنه داده چې ښار مو له سقوطه وساته کنه طالبانو خو د ښار د بیا نیولو پریکړه کړې وه."

د سپین زر زون د پولیسو قوماندان شیرعزیز کاموال وايي چې افغان ځواکونو د قلعه ذال ولسوالۍ مرکز بیرته تصرف کړی دی، د جګړو له پیل راهیسې د چاردرې ولسوالۍ مرکز هم د مخالفو وسله والو تر محاصرې لاندې و خو اوس ددغې ولسوالۍ د مرکز محاصره هم ماته شوې ده.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG