د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز د ناامنیو مسولیت د چا په غاړی دی


طالبانو تېرکال د کندز ښار د څو ورځو لپاره ونیوه
طالبانو تېرکال د کندز ښار د څو ورځو لپاره ونیوه

د کندوز ځیني چارواکي او د ولایتي شورا غړي ددغه ولایت دناامنۍ لامل هغه امنیتي مسولین ګڼي چې تيرکال د جمهور ریس له خوا له دندو ګوښه شوي وو.

تېرکال د طالبانو په لاس د کندوز ښار له سقوط وروسته د جمهور ریس له خوا ددغه ولایت یو شمیر امنیتي مسولین له دندو ګوښه شول او یو شمیر نور یې ولایتونو ته تبدیل کړل، خو هغه امنیتي کسان چې نور ولایتونو ته تبدیل شوي وو له څه مودې وروسته بیرته کندوز کې پر دندو ګومارل شوي دي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي وايي چې تېرکال د کندوز له سقوط وروسته ولسمشر دغه ولایت ته د خپل سفر پر مهال ۲۲۹ تنه امنیتي کسان د کاري غفلت په تور یا له دندو ګوښه کړل او یو شمیر نور یې ولایتونو ته تبدیل کړي وو.

د امنیت امر هاشمې وايي چې دغه ګوښه شوي کسان د روابطو پر اساس بېرته په کندوز کې مقرر شوي، چې له امله یې دغه ښار د ناامنۍ ښکار شوی دی.

هغه وویل "تېرکال د ولسمشر له‌ خوا ۲۲۹ تنه امنیتي منسوبین له دندو ګوښه او یا نورو ولایتونو ته تبدیل شول، خو همدغه کسان بیا د شخصي روابطو په اساس په کندوز کې تعین شوي دي او همدغه کسان د کندوز د دوهم ځل سقوط عاملین دي، ځکه په ځیني سیمو کې دوی خپلې سیمې ونه ساتلي او دوی د جګړي توانايي هم نه درلوده، خو بیا په کندز کې مقرر شوي دي."

په کندوز د وروستي ځل سختې او لس ورځنۍ اوږدې جګړې کې هم یوازې د ملي اردو کمربندي پوستې پر خپلو ځایونو پاتې وې خو پولیسو حوزې او سیمه پریښې وه.

یو شمیر مسلکي پولیسو ته د مرکزي حکومت له خوا په کندوز کې مقررۍ مکتوبونه ورکړل شوي خو لا هم بې سرنوشته دي او دندې یې نه دي اشغال کړي.

په شمال‌ختیځ زون کې د پولیسو ۸۰۸ سپین‌ زر زون قوماندان شیرعزیز کامه‌وال وايي هغه افسران چې د ولسمشر فرمان لري ډېر ژر به یې پر دندو مقرر کړي.

هغه وویل "دغه تبدیل شوي کسان بیا د ولسمشر د فرمان پراساس نه دي راغلي، ځکه دغه کسان تېرکال له دندو ګوښه شوي وو، خو هغه کسان چې د ولسمشر د فرمان پراساس تعین شوي دي هغه به په نږدې ورځو کې معرفي کړو."

د کندوز د ولایتي شورا غړی صفي الله امیري وايي "تېرکال کم تر کمه ۲۱ تنه د پولیسو منسوبین د کندوز د لومړي ځل سقوط په تړاو له دندو ګوښه شوي وو، خو دغه تبدیل شوي کسان د شخصي اړېکو پر اساس بیا په کندز کې پر دندو ګمارل شوي دي او د کندوز د دوهم ځل سقوط عاملین همدغه کسان دي."

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG