د لاس رسي وړ اتصالات

فعالینې: باید د سولې په نوم د جعلي لوبو ښکار نشو


د افغانستان د کار او پرمختګ ګوند په هغو کوچنیو سیاسي ډلو کې شمیرل کیږي جې طالبانو سره د خبرو مخالفت کوي
د افغانستان د کار او پرمختګ ګوند په هغو کوچنیو سیاسي ډلو کې شمیرل کیږي جې طالبانو سره د خبرو مخالفت کوي

په هغې غونډه کې چې نن په کابل کې د کار او پرمختګ د ګوند لخوا جوړه شوې وه یو شمیر ښځو پکې په یوه خوله د طالبانو سره په دې وروستیو کې د یو شمیر افغان ښځینه فعالینو ناسته د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته امتیاز ورکول وبلل او وې ویل چې "د بشري حقونو سرغړونکو" سره سوله کول دوی ته د منلو وړ نه دي.

د افغانستان د کار او پرمختګ د ګوند د ښځو د څانګې یوې فعالې عارفه پیکار وویل چې طالبان د افغانستان دښمنان دي او دوی به اجازه ورنکړي چې خلک د سولې په نوم د درواغجنو او جعلي لوبو ښکار شي.

د میرمن پیکار په وینا دوی نه غواړي چې د تیرو څوارلس کلنو لاسته راوړنې د سولې د خبرو قرباني شي.

د ښځو دغې ډلې که څه هم د چا نوم په مشخصه توګه په ډاګه نه کړ خو له ورایه یې اشاره په دې وروستیو کې ناروې ته د افغان میرمنو هغه تللې ډلې ته وه چې د طالبانو له استازو سره یې خبرې کړې وې. دوی وايي چې د افغان میرمنو دغه راز ډلې نه شي کولای چې د افغانستان د ټولو میرمنو استازیتوب وکړي.

میرمن پیکار وویل "د افغانستان میرمنې اعلان کوي چې طالبان د افغانستان دښمنان دي او د افغانستان میرمنې اجازه نه ورکوي چې ددغه راز لوبو ښکار شي. موږ د سولې په نوم د هر راز تورو لوبو سره مخالفې یو، د افغانستان ملت ترهګرو سره سوله نه غواړي د ملت له اړخه طالبان ترهګر دي او ترهګر د له منځه وړولو وړ دي".

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا یو شمیر چارواکي هم وايي چې د کوچینو ډلو ترمنځ‌ د سولې خبرې ډیرې اغیزمنې نه دي او باید د سولې د خبرو پیلیدو لپاره د اوربند ټینګیدو ترڅنګ په عملي توګه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې پیل شي.

د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار آشنا ټلویزیون ته وویل چې په دې وروستیو کې د یو شمیر میرمنو ترمنځ ترسره شوي خبرې رسمي نه وې او دوی غوښتنه کوي چې باید په راتلونکې کې د سولې د عملي خبرو پیلیدو لپاره صلاحیت لرونکي کسان په ناستو کې ګډون وکړي.

ښاغلي قاسمیار وویل "موږ په دې باور لرو چې باید د سولې خبرې د یوه هدف لپاره او منظمې ترسره شي او هغه کسان چې باور او اعتبار ولري باید د سولې په خبرو کې ګډون وکړي".

خو په کابل کې د ښځو د حقوقو د ملاتړ یو شمیر فعالینې وايي چې د سولې خبرې چې هرچیرته او د هر چا سره وشي افغانستان ته ګټه لري .

دا شمیر ښځې وایي چې همدغسې غونډو کې ښکیل اړخونه د یو بل له دریځ نه خبریږي او تر ټولو مهمه دا چې دا ډول لیده کاته هغه محدویتونه له منځه وړلی شي چې همداس په جګړه کې د ښکیلو خواو له خوا د خبرو د پیل لپاره د شرطونو په توګه اعلان کیږي.

XS
SM
MD
LG