د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د رسنیو د ازادۍ نړیواله درجه بندۍ کې درې درجې شاته تللی


افغانستان د بې پولې راپورورکوونکو د ۲۰۱۹ کال په درجه بندې کې درې درجې شاته تللی دی.
افغانستان د بې پولې راپورورکوونکو د ۲۰۱۹ کال په درجه بندې کې درې درجې شاته تللی دی.

افغانستان د ۲۰۱۹ میلادي کال د بې پولې راپورورکوونکو سازمان " ار ایس ایف" د رسنیو د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې د تیرکال پرتله درې درجې شاته تللی او د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې یې یو سل او یوویشتم ځای خپل کړی.

" ار ایس ایف" نن د پنجشنبې په ورځ ( وري ۲۹ مه) د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې د رسنیو د ازادۍ په اړه یو راپورخپور کړ، چې په کې ویل شوي،چې په تیر ۲۰۱۸ کال کې د ۱۶ افغان خبریالانو او د رسنیو د همکارانو وژل کیدلو او پراخې ناامنۍ له امله افغانستان د دغه سازمان د ۲۰۱۹ کال د رسنیو د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې د درې درجې شاته تللی دی.

افغانستان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د دغه سازمان د رسنیو د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۱۸ ځای نیولی وو.

اوړم کال افغانستان د "آر ایس ایف" په نړیوال لیست کې یو سل او شلم هیواد وو.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د بې پولې راپورورکوونکو د سازمان " آر ایس ایف" په نړیواله درجه بندۍ کې شاته تللی دی.

د بې پولې راپورورونکو سازمان " ارایس ایف" هرکال په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ په اړه خپله نړیواله درجه بندي خپروي.

د بې پولې راپورورونکو سازمان " ار ایس ایف" د دغه سازمان په درجه بندۍ کې د افغانستان د شاتګ په اړه ویلي، چې د ملي یووالي د حکومت د ډیرو هڅو سره سره تیرکال شپاړس افغان خبریالان او د رسنیو همکاران پر رسنیو په مخامخ بریدونو کې وژل شوي وو.

" ار ایس ایف" ویلي " یوازې په یو برید او یوه ورځ کې د طلوع تلویزیون فلم اخیستونکی یارمحمد توخي، د یک تلویزیون خبریال غازي رسولي او د دغه تلویزیون فلم اخیستونکی نوروز علي رجبي " خاموش"، د فرانس پریس عکاس شامري فیضي، د مشعل تلویزیون خبریال سیلم تلاش او د دغه تلویزیون فلم اخیستونکی علي سلیمي، د ازادۍ راډیو خبریالان عبادالله حنانزی، محرم درانۍ او سباون کاکړ په کابل کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو".

د بې پولې راپورورکوونکو سازمان په دغه درجه بندۍ کې د افغانستان ټول ګاونډیان هم څو درجې شاته تللی دي.

ایران په دغه درجه بندۍ کې یوسل او اویاوم ځای نیولی، پاکستان یو سل او دوڅلویښتم ، ازبکستان یوسل او شپیتم، تاجکستان یو سل او یوشپیتم، ترکمنستان یوسل او اتیاووم او چین یو سل او اوه اویاوم ځای نیولی دی.

په دغه درجه بندۍ کې ناروې لومړۍ درجه، فنلینډ دوهمه او سویډن دریمه درجه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG