د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان د خپلواکۍ ۹۶مه کلیزه لمانځي


په کابل کې د خپلواکۍ د کلیزې د مراسمو لپاره ځانګړي امنیتي ترتیبات نیول شوي دي.
په کابل کې د خپلواکۍ د کلیزې د مراسمو لپاره ځانګړي امنیتي ترتیبات نیول شوي دي.

د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶ کلیزې لمانځل نن په کابل او ولایتونو کې د یو لړ رسمي او ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره پیل شول.

په کابل کې دا مراسم د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا د افغانستان د خپلواکۍ د څلي تر څنګ د ګلانو د ګیډۍ په ايښودلو سره په رسمي ډول پیل شول.

ولسمشر غني په داسې حال کې چې د پښې د خوږیدو له امله یې د امسا‌ء په مرسته د تشریفاتو قطعه معاینه کړه د افغان پوځ د لوړپوړو پوځي صاحب منصبانو سره یې روغبړ وکړ.

په دې مراسمو کې د ولسمشر د دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامدکرزي سربیره د افغان دولت د درې ګونو ارګانونو لوړپوړو چارواکو، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان او په کابل کې د بهرنیو هېوادونو یو شمېر سفیرانو او دیپلوماتانو هم ګډون کړی و.

ټاکل شوې ده نن له غرمې وروسته ولسمشر غني په ارګ کې د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ یوې غونډې ته وینا هم وکړي.

په کابل کې د خپلواکۍ د کلیزې د مراسمو لپاره ځانګړي امنیتي ترتیبات نیول شوي دي.

په کابل کې د خپلواکۍ په څلي د ګلانو د ګیډۍ د ایښودلو مراسمو په وخت دغې سیمې ته غځیدلې ټولې لارې د خلکو د تګ راتګ په مخ تړل شوې وې.

د کابل د ګارنیزیون قوماندان جنرال عبدالرحمان رحمان تیره ورځ خبریالانو ته وویل د دغو مراسمو د امنیت د خوندیتوب لپاره یوه ځانګړې قطعه هم جوړه شوې ده.

په کابل کې د افغان حکومت له‌ خوا د دغو مراسمو د لمانځلو سربیره د ځوانانو او مدني ټولنو د استازو له‌ خوا هم دا ورځ د غونډو او مارشونو په ترسره کولو سره ولمانځل شوه.

دا ورځ په ټول افغانستان کې عامه رخصتي ده.

د کابل سربیره په ولایتونو کې هم د دې ورځې د لمانځلو لپاره ځانګړي ترتیبات نیول شوي دي.

په ولایتونو کې تر ټولو ستره غونډه د ننګرهار ولایت په مرکز د جلال آباد په ښار کې د غازي امان الله خان په قبر جوړه شوې وه.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې د دغې ورځې د لمانځلو لپاره د ختیځو ولایتونو والیان او امنیتي چارواکي هم د جلال آباد ښار ته وربلل شوي دي.

همدا شان دا ورځ په هرات، خوست، کندهار او یو شمیر نورو لویو ښارونو کې د غونډو او مارشونو په ترسره کولو لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG