د لاس رسي وړ اتصالات

خوست زېږنتون؛ په ورځ کې ۶۰، کال کې ۲۴۰۰۰ ماشومان پېدا کېږي


خوست زېږنتون کې هره ورځ لږترلږه ۶۰ ماشومان پېدا کېږي
خوست زېږنتون کې هره ورځ لږترلږه ۶۰ ماشومان پېدا کېږي

تمه ده چې د خوست په زېږنتون کې د ۲۰۱۸ کال تر پایه ۲۴ زره ماشومان نړۍ ته سترګې پرانیزي.

خوست زېږنتون کې چې د بې پولو داکټرانو د مؤسسې لخوا اداره کېږي، هره ورځ لږترلږه ۶۰ ماشومان پېدا کېږي.

دغه روغتون ته د "ماشومانو د فابریکې" لقب ورکړل شوی دی.

سیمه کي وسله وال طالبان فعال حضور لري. له همدې امله میندې روغتون ته تر رسېدو، له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په اوسط ډول یوه مور له زیږون وروسته شپږ ساعته په روغتون کې بستریږي خو دلته د امنیت د خرابوالي له کبله له یو شمېر مېندو غوښتل کېږي چې له زېږون وروسته ډېر ژر کور ته ستنې شي.

د خوست زېږنتون په ۲۰۱۲ کال کې جوړ شو او په ۲۰۱۳ کال ۱۲۰۰۰ ماشومان پکې پیدا شول. په ۲۰۱۷ کال کې دغه شمېر ۲۳۰۰۰ ماشومانو ته اوچت شو.

قابله صفیه خان وایې چې "پخوا د مور او ماشوم مړېنه زیاته وه خو اوس یې شمېر راکم شوی دی."

یوه فلسطینۍ متخصصه، راشه خوري چې له کلونو راپدې خوا په افغانستان کې کار کوي وایې، په ۲۰۱۸ کال کې به د خوست په زېږنتون کې تر ۲۴۰۰۰ زیات ماشومان نړۍ ته سترګې پرانیزي.

ډاګټره خوري وایې "څه چې موږ یې کولی شو په خوست کې سرته ورسوو، بې سارې او عالي ده".

افغانې میرمنې او ماشومان، د جنګ جګړو په پرتله، د زیږون پر وخت زیات تلفات ګالي.

د ملګرو ملتونو احصائیی ښیي چې په افغانستان کې په هر ۱۰۰۰۰۰ زېږون کې د مرګ ۳۹۶ قضیې ثبتېږي.

د افغانستان په ټولنه کې په خاصه توګه په پښتون مېشتو سیمو کې میرمنو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د کورنۍ له نږدې غړو پرته نورو نارینه وو ته مخ ښکاره کړي. دا کار په روغتونو کې د ښځو درملنه تر یوه حده ستونزمنه کړې ده.

دغې ټولنیزې ستونزې ته په پام، د ښځو په روغتونونو کې له څو محدودو نارینه داګټرانو پرته، نورې ټولې ښځینه داګټرانې او مامورینې په کار ګمارل شوي دي.

د نسايي او ولادي ناروغیو متخصصین وایې چې ښځې باید انتظار وکړي چې د کور یوه نارینه یې تر روغتونه ملتیا وکړي.

خو کله چې ښځه روغتون ته ننوته نو قدرت خواښې ته رسېږي او پدې توګه یوه میرمن د زیږون تر خونې د بلې میرمنې ملتیا کوي.

خوست زېږنتون؛ په ورځ کې ۶۰، کال کې ۲۴۰۰۰ ماشومان پېدا کېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

XS
SM
MD
LG