د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې ډاکټرانو بېرته کار پیل کړ


ډاکټرانو اعتصاب کړی و چې حکومت یې امنیت ته پام وکړي
ډاکټرانو اعتصاب کړی و چې حکومت یې امنیت ته پام وکړي

د ننګرهار په جلال اباد ښار کې ډاکټرانو او درملتونونو د نا امنیو له کبله خپل کاري اعتصاب ختم کړ.

د دوشنبې په ورځ -سپتمبر۱۸- د جلال ښار کې دولتي او نا دولتي ټول روغتیاپالو او روغتونو له دې امله کار بند کړ چې په ښار کې یې ژوند ته خطر پېښ دی او حکومت یې هم امنیت نه ټېنګوي.

په دغه اعتصاب کې د ننګرهار دولتي روغتون او د پوهنتون شفاخانه هم شامله وه.

د اعتصاب له پیل څو ساعته وروسته د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هم ننګرهار ته ورغی او ددغو ستونزو د حل ژمنه یې وکړه او ډاکټرانو سره یې خبرې وکړې چې خپل اعتصاب ختم کړي.

امنیتي ارګانونو ډاکټرانو ته ډاډ ورکړ چې امنیت ته به ډېر پام کوي.

د ننګرهار عامې روغتيا رييس ډاکټر نجیب الله کامه وال خبریالانو ته وویل چې ټولو ډاکټرانو، روغتيايي کارکوونکو او درمل پلورونکو له امنيتي ارګانونو سره ژمنه وکړه، چې د امنيت په تامين، د ناقونونه کړنو په مخنيوي او نورو بېلابېلو برخو کې به ورسره همکاري کوي.

هغه له ډاکټرانو مننه وکړه، چې د عامې روغتيا وزير په منځګړتوب يې خپل کاري اعتصاب پای ته ورسوه او دغه راز يې د دې کار ستاينه هم وکړه، چې د خپل کاربنديز پرمهال يې هم د بېړنيو ناروغانو درملنه کړې ده.

یو اعتصاب کوونکي ډاکټر احمد عبید مجددي په خپل فیسبوک کې لیکلي وو "ولسه زه پوهیږم چه زما کاربندیز تاته نقصان رسولی شي، خو زه هم ستا په شان کمزوری او مظلوم یم، زما وسیله همدا کاربندیز دی، راځی نن زما تر څنګ د خپل ځان او اولاد د روغتیا او امنیت لپاره ودریږه. دا د یوې ورځې ستونزه به د سبا د سکون زیری وی".

دغو ډاکټرانو په اصل کې د دې لپاره کار بند کړی و چې وايي چې د یو شمېر وسله والو له لورې ګواښل شوي، د کورنۍ ځینې غړي یې د پېسو لپاره اختطاف شوي او ان د معاینه خانو مخې ته یې بمونه اېښودل شوي او چول شوي خو په خبره یې حکومت او امنیتي ارګانونو ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.

لا داسې ارقام نشته چې د نا امنیو له کبله د افغانستان په ختیځ او په خاص ډول ننګرهار ولایت کې څومره ډاکټران او یا یې د کورنۍ غړي یې د پېسو لپاره تښتول شوي او یا وژل شوي دي.

افغان ډاکټران داسې مهال اعتصاب کوي چې لا هم یو شمېر افغانان کور دننه د روغتیايي اسانتیاو او مجربو ډاکټرانو د نشتوالي او کموالي له کبله خپل ناروغان بهرنیو هېوادونو په خاص ډول هند او پاکستان ته د درملنې لپاره بیايي.

XS
SM
MD
LG