د لاس رسي وړ اتصالات

عامې روغتیا وزارت: له معتادینو سره خواخوږي وکړئ


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال، له مخدره موادو سره د مبارزې د ملي پيوستون اونۍ په مناسبت یوې غونډې ته د وینا په حال کې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال، له مخدره موادو سره د مبارزې د ملي پيوستون اونۍ په مناسبت یوې غونډې ته د وینا په حال کې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي په داسې حال کې له معتادینو سره پر مرستې او خواخوږۍ ټینګار کوي، چې په دغه هیواد کې اکثره عام وګړي د مخدره موادو معتادینو ته ته په سپک نظر ګوري او د 'پوډریانو' خطاب ورته کوي او په اکثرو مواردو کې ان د معتادینو د کورنۍ غړي او خپلوان له هغوی څخه لاس اخلي او په کورنیو کې ورته ځای نه ورکوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، له مخدره موادو سره د مبارزې د ملي پیوستون د اونۍ په مناسبت، له خلکو څخه غواړي، چې له معتادینو څخه کرکه نه، بلکې ورسره خواخوږي وکړي او عادي ژوند ته د بیرته ستنیدو په لاره کې د هغوی لاسنیوی وکړي.

د دغه وزارت مرستیال فدا محمد پیکان، نن په کابل کې د معتادینو د درملنې او هغوی ته د مسلکي روزنې په امید مرکز کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د مخدره موادو له معتادینو سره ناوړه چلند، هغوی نور هم د نشه‌يي موادو په ګردآب کې ډوبوي.

ښاغلي پیکان وویل "زما پيغام په ټوله کې د افغانستان خلکو ته، په ځانګړې توګه د مخدره موادو د معتادینو کورنیو ته دا دی، چې لطفاً د مخدره موادو له استفاده کوونکو سره تاوتریخوالی مه کوئ، نن دوی په خپله کورنۍ کې ځای نه لري، په کوڅه کې ځای نه لري، په ښار کې ځای نه لري او ځي په داسې ځای کې، چې هلته اصلاً انسان ژوند نه شي کولی، د پُل او پُلچکونو لاندې ژوند کوي".

په کابل ښار کې د مخدره موادو څه د پاسه سل زره معتادین شته، چې لویه برخه یې د دغه ښار په مختلفو سیمو کې له خپلو کورنیو لرې، د سړکونو پر سر، پارکونو او د کابل په سیند کې د پلونو لاندې ژوند کوي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال پر وینا، دا معتادین د ټولنې د نورو غړو په څیر انسانان دي، چې د مخدره موادو په لومه کې لویدلي او د بیرته ایستلو لپاره یې باید خلک په ځانګړې توګه ډاکټران د هغوی لاس نیوی وکړي.

هغه ډاکټرانو ته په خطاب وویل "لطفاً دوی ته بدې خبرې مه کوئ، دوی ډیرې بدې ورځې تیرې کړي دي، ستاسې مسولیت دی چې د یو خواږه ورور په شان ورسره رویه وکړئ".

د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت د شمیرو له مخې دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۳ میلیونه کسان په مستقیم او غیر مستقیمه توګه پر مخدره موادو اخته دي، چې له دې شمیرې ۱.۴ میلیونه یې بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د مخدره موادو د معتادینو د درملنې نږدې ۱۱۰ دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي، چې هرکال په کې د ۴۰ زرو معتادینودرملنه کیږي.

XS
SM
MD
LG