د لاس رسي وړ اتصالات

استخراجي صنایعو د شفافیت په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ځنډیدل


د لوګر د مس عینک د مسو کان
د لوګر د مس عینک د مسو کان

د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت نړیوال سازمان د افغانستان په استخراجي صنایعو کې د شفافیت د معیارونو د نه پلي کیدو په وجه پدې سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډولی دی.

د افغانستان د شفافیت د څار ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت نړیوال سازمان د روان ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې د میاشتې په لومړیو ورځو کې په دغه سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډولی دی.

د افغانستان د شفافیت د څار ادارې ویلي چې د افغانستان د غړیتوب ځنډیدل ددې هیواد د پخواني حکومت او د ملي وحدت د حکومت ناکامي ښیي چې په تیرو لسو کلونو کې ندي توانیدلي د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت د نړیوال سازمان معیارونه پلي کړي.

د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت نړیوال سازمان د استخراجي صنایعو د سکټور په برخه کې د شفافیت لپاره کارکوي.

د افغانستان د شفافیت د څار ادارې اجرائیوي رئیس سیداکرام افضلي د دغه ځنډ په اړه ویلي، چې په افغانستان کې د کانونو په سکټور کې د اصلاحاتو د بهیر پر وړاندې ګواښونه ډیر جدي دي او د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت کولی شو پر دغو ګواښونو د بري لپاره افغان حکومت او د حکومت همکارو شرکتونو ته یو عمومي چوکاټ برابرکړی وای.

ښاغلي افضلي ویلي "د دې لپاره، چې دغه نوښت، حکومت او د غړو هیوادونو شرکتونه د کانونو د سکټور د تولید او عوایدو په اړه د معلوماتو خپرولو او د خپلواکو ادارو له خوا پلټنو ته مکلف کوي، که چیرې حکومت دغه معلومات په موثق ډول او په موقع خپاره کړي نه وي، د کانونو د سکټور په مدیریت او د فساد په مخنیوي کې د حکومت وړتیا تر پوښتنې راولي".

افغانستان د ۱۳۸۷ لمریز کال کې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت د سازمان غړیتوب ترلاسه کړی و.

همداشان ښاغلي افضلي ویلي چې د کانونو عواید "د وسله والو مخالفانو او غیر قانوني وسله والو ډلو د تمویل عمده منبع ده". هغه همداشان په روان ۱۳۹۷ لمریز کال کې د بدخشان د سرو زرو او د بخلاب د مسو د کانونو د تړونونو هم یادونه کړې او ویلي دي، چې د دغو کانونو تړونونه د افغانستان د کانونو د قانون پر خلاف لاسلیک شوي دي.

د "ګلوبل ویتنس" په اداره کې د افغانستان د چارو مسول ستفن کارتر ویلي، چې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د ځنډول له دغه نړیوال سازمان څخه د دغه هیواد د دایمي خارجیدو په معنی نه دی، بلکې د ښاغلي کارتر پر وینا دا افغانستان لپاره د کانونو د سکټور د اصلاحاتو د بهیر د چټکیدو په برخه کې یو ښه فرصت برابروي، ترڅو دا هیواد بیرته د دغه نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي امریکا غږ ته وویل وویل چې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په سازمان کې د افغانستان غړیتوب د تیر حکومت د کړنو له امله ځنډیدلی دی.

هغه وویل، د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په سازمان کې غړیتوب او د غړیتوب ساتل یو اوږد مهاله پروسه ده، چې افغان حکومت پرې کار کوي او دغه وزارت ته مهمه داده، چې د استخراجي صنایعو د سکټور تګلاره، قوانین او په دې وروستیو کې، چې د شفافیت او حساب ورکولو لپاره کوم اقدامات شوي پلي کړي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت تمه لري، چې د دغه وزارت له خوا په روان لمریز کال کې شوي اقدامات په راروان ۱۳۹۸ لمریز کال کې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په سازمان کې د دغه هیواد غړیتوب بیرته ترلاسه کولو ته لار پرانیځي.

XS
SM
MD
LG