د لاس رسي وړ اتصالات

د دهلې بند د امنیت لپاره د پراخو پوځي عملیاتو پيل


د دهلې بند د عملیاتو په اړه خپله وسله والو طالبانو کومه تبصره نده کړې.
د دهلې بند د عملیاتو په اړه خپله وسله والو طالبانو کومه تبصره نده کړې.

د کندهار امنیتي چارواکي وايې چې وسله والو په تیرو ۳ اونیو کې د دهلې بند د تخریب لپاره بریدونه وکړل چې دوی يې پرضد پراخ پوځي عملیات پيل کړي.

افغان ګډو قواوو تیره ورځ په کندهار کې تر وروستیو نا امنیو وروسته تر ټولو ستر پوځی عملیات پیل کړل.

د پوځ مقامات وايې چې د دهلې بند د امنیت ساتل يې د دې پوځي عملیاتو اساسي برخه ده.

د کندهار ښار په شمال کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د دهلې بند په ځنګل سیمه کې د قاطع ماموریت هوايي ځواک او توپچي قواوي هم د افغان ګډو ځواکونو سره په روانو پوځي عملیاتو کې برخه لري.

د دهلې بند ځنګل په درختو پوښل شوې ځنګلي سیمه ده چې د ځايي چارواکو په وینا د کندهار په ګډون د زابل او اروزګان ولایتونو د نا امنیو لپاره هم ورڅخه وسله والو د یوه مرکز په توګه کار اخیست.

د ملي پوځ مقامات وايې چې له پرون ورځي راهیسي د دهلې ځنګل په پيل شویو نظامي عملیاتو کې ۳۵ وسله وال وژل شوي، د ماینونو د جوړیدو په ګډون يې ۸ ستر مرکزونه او یو د مخابرې مرکز يې لمنځه وړل شوي.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو درستیزوال جنرال شفیق الله رسولزی له اشنا تلویزیون سره په خبرو کې وويل چې د دهلې د ځنګله تصفیه د جنوب د ۳ ولایتونو د امنیت لپاره ځانګړی ارزښت لري.

که ځه هم د ځنګل سیمه له تیر څه باندي یوې لسیزي راهیسی د دولت د وسله والو مخالفینو د یوه عمده مرکز په توګه پيژندل کیده خو ځايي مقامات وايې چې پدې وروستیو کې وسله والو غوښتل چې د دهلې بند تخریب کړي.

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ امنیه قومندان څارمن پاچاه وايې چې د سیمي د هیوادونو وسله والو پدې وروستیو درې اونیو کې هڅه وکړه چې د هلې بند په انفجاري موادو تخریب کړي چې دوی يې مخه نیولې.

له سیمي څخه د کندهار – اروزګان لویه لار هم تېره شوې چې د ځنګله له سیمي څخه د درنو وسلو په وسیله امنیت ته لوی ګواښ پېښ وو.

د دهلې بند د کندهار د ۶ ولسوالیو لپاره زراعتي اوبه ذخیره کوي چې د دې ولایت لپاره ځانګړی اهمیت لري.

له تیرو ۳ اونیو راهیسې په کندهار کې امنیتي پېښي زیاتي شوي چې په ترځ کې يې وسله والو د میوند په ولسوالۍ کې د یوه ځمکني تونل له لاري د پوځ پر مرکز برید وکړ او په سپين بولدک ولسوالۍ کې د وسله والو په یوه لویه حمله کې تر لسو زیات پوليس ووژل شوه.

د دهلې بند د عملیاتو په اړه خپله وسله والو طالبانو کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG