د لاس رسي وړ اتصالات

مستغني: یوولس سفیران تقاعد ته سوق شوي


د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي د چا چې عمر له پنځه شپېتو لوړ شي، یا څلوېښت کاله یې کار کړی وي، نو تقاعدي ورکول کیږي
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي د چا چې عمر له پنځه شپېتو لوړ شي، یا څلوېښت کاله یې کار کړی وي، نو تقاعدي ورکول کیږي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني په کابل کې خبریالانو ته وویل د څلورویشتو افغان ډیپلوماټانو عمرونه لوړ وو، چې یوولس پکې سفیران هم شامل دي او دوی ته د بهرنیو چارو د وزارت له خوا ویل شوي، چې د عمر د لوړوالي په خاطر دې خپلې دندې پرېږدي‪.‬

هغه وویل ددغه ګوښه کېدو تر شاه کوم بل لامل نشته او یوازې د کار د قانون په اساس د هغوی د عمر لوړوالی او تقاعد ددې لامل شوې، چې دا یوولس سفیران خپلې دندې پرېږدي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وویل د نورو کسانو چې عمرونه یې تقاعد ته رسیږي، هغوی هم په هماغه وخت کې تقاعد ته سوق کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند وویل چې دوی لا تېر کال تقاعد شوي وو، خو پخواني ولسمشر وغوښتل چې یو کال نور هم د دوی د کار موده وغځیږي.

شکیب مستغني وايي ‪"د چا چې عمر له پنځه شپېتو لوړ شي، یا څلوېښت کاله یې کار کړی وي، نو تقاعدي ورکول کیږي"

پدغو یوولسو سفیران کې چې په رسنیو کې یې نوم یاد شوي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي تره عزیزالله کرزی هم شامل دی، چې په روسیه کې سفیر و.

د رسنیو رپوټونه وایي چې په دغو سفیرانو کې په یونسکو کې د افغانستان سفیر محمد قاسم فاضلي، په چک جمهوریت کې سفیر ضياء الدین مجددي، په اندونیزیا کې غلام سخي غیرت، په عربي متحده اماراتو کې نجیب الله مجددي، په سعودي عربستان کې سید احمد عمرخېل، په برېتانیا کې محمد داود یار، په کانادا کې شام لال پتهي چا، په فرانسه کې اسدالله عمر، په ایتالیا کې ضیاء الدین نظام او په ژنیو کې ننګیالی طرزی، شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې نوي سفیران به د دوی په ځای وګمارل شي.

د دوی دندې به د راتلوونکي لمریز کال د حمل د میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته پای ته ورسیږي.

ښاغلي مستغني د پاکستاني پولیسو له اړخه په پېښور کې د افغانستان د جنرل قونسلګرۍ د څلورو ډيپلوماټانو نېول داسې کار وګاڼه چې د منلو ندی.

هغه وویل د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر هم پدې تړاو احضار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي هم پدې تړاو د پاکستان له چارواکو سره خبرې کړي دي.

د نوي حکومت له جوړېدو را وروسته دا لومړی وار دی، چې د افغانستان د بهرني سیاست په اډانه کې دومره لوی بدلون راځي

XS
SM
MD
LG