د لاس رسي وړ اتصالات

عمر زاخیلوال د 'ایکو' په سرمشریزه کې د افغانستان استازیتوب کوي


د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) سرمشریزه د مارچ په لومړۍ نیټه په اسلام‌آباد کې جوړیږي.
د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) سرمشریزه د مارچ په لومړۍ نیټه په اسلام‌آباد کې جوړیږي.

افغان حکومت وايي، چې د پاکستان په کوربتوب د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په غونډه کې به په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفیر ګډون وکړي.

د سیمه‌ ایزو اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) مقدماتي غونډه تیره ورځ په اسلام‌آباد کې پيل شوې ده او ټاکل شوې چې د دغه سازمان د غړو هیوادنو او حکومتونو مشران د چهارشنبې په ورځ د ایکو په ۱۳مه سرمشریزه کې ګډون وکړي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله آزاد امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، د اوس لپاره د افغان حکومت پریکړه دا ده چې په اسلام‌آباد کې افغان سفیر په دې غونډه کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

هغه وویل "د ملي یووالي حکومت د رهبرۍ پریکړه تر اوسه دا ده چې د افغانستان په استازتیوب په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفیر په دې غونډه کې ګډون وکړي. هغه هلته له افغانستان څخه استازیتوب کوي او طبیعي ده، چې هغه به په دې غونډه کې د سیمه ایزو اقتصادي، ترانزیتي او سوداګریزو برنامو په اړه د افغانستان نظر مطرح کړي."

د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۹۸۵ کال کې جوړ شوی، چې اصلي موخه یې د سیمې په کچه د سوداګرۍ، ترانزیت او اقتصادي برخو کې د آسانتیاو رامنځ ته کول دي.

افغانستان په ۱۹۹۲ کال کې د دغه سازمان غړیتوب تر لاسه کړ.

ترکیه، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، او آذربایجان د دغه سازمان نور غړي هیوادونه دي.

کابل کې د پاکستان سفیر احضاریدل

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن له غرمې وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حُسین احضار کړی وو.

له دغه وزارت څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې افغان حکومت د دغه هیواد د ختیځو ولایتونو په یو شمیر سرحدي سیمو باندې د پاکستان د راکټي بریدونو او د ډیورنډ کرښې ته څیرمه د افغانستان په خاوره کې د پاکستانۍ هیلیکوپټرې د ګزمې په اړه د پاکستان سفیر ته معلومات ورکړي او له هغه څخه یې غوښتي چې په دې اړه پاکستاني چارواکو ته د افغان حکومت کلک اعتراض ورسوي.

دغه راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د زورولو او د تورخم او سپین‌بولدک – چمن د دراوزو تړلو په اړه هم اندیښنه ښودلې ده.

د بیان له مخې د پاکستان سفیر ژمنه کړې، چې په دغو برخو کې د افغانستان اعتراض او اندیښنې له پاکستاني مقاماتو سره شریکې کړي.

XS
SM
MD
LG