په هغه خبرپاڼې کې چې جمهوري ریاست خپره کړې ده ویل شوي دي چې جمهور رئیس به د مونشن په کنفرانس کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.
په جرمنی کې د افغانستان سفيرحميد صديق امريکا غږ اشنا راډيو ته وويل، چې جمهور رئیس غني به په خپل دوه ورځنې سفر کې په کنفرانس کې د ګډون سربیره د یو شمیر هیوادونو د مشرانو سره هم وګوري.
ښاغلی صديق زياته کړه، چې دا مهال افغانستان د امنيت له پلوه په يو حساس پړاو کې دی او جمهور رئیس به په کنفرانس کې يو وار بيا د نړيوالو پاملرنه د افغانستان امنيت ته راجلب کړي.
ښاغلي صدیق وویل چې ښاغلی غني به د جرمنی د بهرنيو چارو وزير سره په کتنه کې د افغان مهاجرو په ستونزو هم خبرې وکړي.
په جرمنی کې د افغانستان سفير حميد صديق سره د امریکا غږ اشنا راډيو د همکارې نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ: