د لاس رسي وړ اتصالات

د پارلمان د غړې احمدي کورنۍ وايي هغه تښتول شوې


Archive
Archive
سره له دې چې د ولسي جرګې دغړې فریبا احمدي په باب ويل کيږي چې هغه له هیواده بهرپه رسمي سفرتللې ده ، خو دهغې دکورنۍ غړي بیا وايي چې له یوه ټلیفون څخه ورته زنګ وهل شوی او ورته ویل شوي چې دغزني ولایت سره نږدې سېمې ته ورسي او د فریبا اولادونه خپل کورته یوسي .

دولسي جرګې دغړي فریبا احمدي دکورنۍ غړو تائید کړه چې هغه برمته شوې ده اوتښتونکو ورسره ټلیفوني خبرې کړي دي ،خولاهم په دقیق ډول نده څرګنده چې آغلې احمدي د دولت وسله والو مخالفینو یرغمل کړې اوکه کوم بل چاه دپیسو لپاره تښتولې ده.

دفریبا احمدي دکورنۍ غړي وايي چي نوموړې دکوچني اختر په دریمه ورځ دخپلې لور د خسرګنۍ سره دکومې کورنۍ موضوع دحل لپاره له کندهار څخه کابل ته تله چې له ۳ لوڼو، يوه کوچني زوي اوموټرچلونکي سره یوځای دغزني ولایتي مرکز ته نږدې برمته شوه .
منبع زیاتوي چې د فریبا تښتونکو يې دکورنۍ سره تلیفوني خبري کړي ، ځانونه يې ورته وسله وال طالبان معرفي کړي او ورته ويل شوي چې دغزني مربوط ساحې ته ورسي اود فریبا ماشومان خپل کورته بوزي .

د فریبا د کورنۍ یو غړی داسي وايي:،، ددې د مېړه سره يې هم خبرې کړي اوزما د ورور سره هم البته د دوي په خپل تلیفون دفریبا په ټلیفون نه ، ورته ویلي چي دغزني ولایت مربوطاتو ته دي راشي او وروسته دي مونږ ته حال راکړی موږ به خپله درسو او دواړه ماشومان به په لاس درکړو.،،

تردې مخکې دکورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفترويلي چي فریبا احمدي ترکيې ته په رسمي سفرتللې ده .

دکندهار دولايتي شورا ريس حاجي سید جان خاکریزوال وايي چي ممکن پدې پېښه کې جنايي ډلې لاس ولري اودپارلمان دیادې وکيلې پرسر دهغې له کورنۍ څخه دپیسو دترلاسه کولو تمه ولري . خوپه خپلواکه توګه چا ددې خبرې تایيد ندی کړی اونه هم د دولت مخالفو وسله والوطالبانو رسنیوته په دې باب څه ويلي دي.

د یادونې وړ ده چې د یوې اونۍ په دننه کې په دغه سیمه کې په مشرانوجرګه کې دفراه ولایت دسناتورې روح ګل پرموټرپه وسله وال برید کې هغه اوخاوند يې ټپي شو خولور اویو ساتونکې يې ووژل شول. دغه راز دمشرانوجرګې ديوې بلې غړې بخت بي بي زوی بیا یرغمل شوی دی .

یادي درې واړه پېښي دغزني دولايتي مرکز اوددې ولایت دمقر ولسوالۍ ترمنځ شوي .
په مجموع کې دکوچني اختر په شپو ورځوکې دکابل - کندهار دلويې لاري له سر څخه تر ۳۰تنو پوري حکومتي مامورین اودولت پلوه کسان دوسله والوطالبانو له لوري دغزني په اړوند ساحو کې برمته شوي ، چي دزابل ښاري څارنوال محمد اسماعیل هم په یرغمل شویو کسانو کې شامل دی .

عزیزالله پوپل- کندهار
XS
SM
MD
LG