د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د پوهنتونونو استادان د مخدره موادو پر ضد کار کوي


په ننګرهار کې پر دولتي پوهنتون سربېره د شخصي پوهنتونونو استادان د مخدره موادو پر ضد مبارزه کوي.

دا استادان په خپلو پوهنتونونو کې محصلینو ته د مخدره موادو د زیانونو او د دین له پلوه یې پر حرمت خبرې کوي.

د پوهنتون استادان وایي چې دوی په پوهنتونونو کې د هرډول مخدره موادو پر کارولو بندیز لګولی او محصلین یې دې ته هڅولي چې په سیمه کې د مخدره موادو پر ضد مبارزه وکړي.

د الفلاح پوهنتون استاد محب الله الله یار وایي چې دوی غواړي د محصلینو پرمټ په لرې پرتو ولسوالیو کې هم د مخدره موادو پرضد کار وکړي او په دې توګه به د مخدره موادو کرکېلې او کارولو مخه ونیول شي.

الله یار وایي: “مخدره مواد ډېر بد څیز دی، کارول یې د انسان ژوند خرابوي، موږ معمولاً په صنفونو کې محصلینو ته د مخدره موادو پر زیانونو خبرې کوو او ترې غواړو چې کله کور و کلي ته ځي هلته دې هغه خلک قانع کړي چې نه خو دې مخدره مواد پر خپلو ځمکو کري او نه دي هم مخدره مواد استعمالوي، دا مبارزه ډېره ګټوره ده. ”

د ننګرهار په پوهنتونونو کې د نشه يي توکو په ضد عامه پوهاوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

د پوهنتون استادان وایي که دوی ته آسانتیاوې برابرې شي نو کولی شي چې، په ښار کې د مخدره موادو روږدو کسانو سره مرسته وکړي ترڅو دوي له مخدره موادو لاس واخلي.

دوی وایي تر کومه بریده یې چې ځوانان په شعوري توګه د مخدره موادو پر ضد روزلي، په خپله سیمه کې یې د مخدره موادو پر کرکېلې او کارولو مثبت اغېز کړی.

د التقوا پوهنتون استاد نور انور وایي چې د دوی مبارزه تر دې دمه ګټوره ده.

استاد انور وایي:”موږ چې کوم ځوانان د مخدره موادو پرضد مبارزه کې ځان سره شریک کړي ، هغوي په خپله سیمه کې کروندګر پر دې قانع کړي چې مخدره مواد و نه کري، په تېره بیا ځوانان یې قانع کړي ترڅو مخدره مواد و نه کاروي، یعنې دا مبارزه ډېره ګټوره تمامه شوې“.

په ننګرهار کې پر یو دولتي پوهنتون سربېره پینځه شخصي پوهنتونونه هم فعالیت لري چې زرګونه تنه محصلین له ښار او ولسوالیو څخه ورته د زده کړو لپاره راځي.

د پوهنتون استادان وایي چې دوی کلیوالو ځوانانو باندې د مخدره موادو پرضد ډېر کار کړی.

XS
SM
MD
LG