د لاس رسي وړ اتصالات

په اچین کې قومي پرېکړې د کوکنارو په کر بندیز لګولی


د ننګرهار د اچین ولسوالۍ چې اوس د وسله والو داعشیانو په مرکز بدله شوې او یو وخت پکې د کوکنارو پراخه کرکیله کېده، لا هم پدې جګړه ایز حالت کې قومي مشرانو د کوکنارو په کر او د اپینو په کاروبار بندیز لګولی دی.

د ننګرهار اچین ولسوالۍ قومي مخور ملک عثمان وایي چې په سیمه کې د مخدره موادو کرکېلې، قاچاق او کاروبار پر ضد یې ولسي پرېکړه کړې ده.

ملک عثمان وایي چې وروسته له دې به په اچین ولسوالۍ کې په هیڅ ډول کوکنار ونه کرل شي او قاچاقبر به هم له فعالیته وغورځي.

ملک عثمان وویل "دلته به مخدره مواد بندوو، کاروبار او قاچاق به څوک نه کا، قومونو پرېکړه حتمي ده چې پلې به شي”.

هغه زیاته کړه چې دوی د اچین په بازارونو کې د مخدره موادو د پیرلو او پلورلو مخه هم نیسي.

ملک عثمان وویل په هغه ولسي پرېکړه کې چې ددې ولسوالۍ دریو لویو قومونو، علیشیرخېل، عبدالخېل اوسیپی سره جرګه شوي وو، پرېکړه شوې چې د قومي تړون سرغړونکي به دېرش میلیونه افغانۍ جریمه پرې کوي.

د اچین یو بل قومي مخور ملک کمین وایي چې دوی په غوڅ اتفاق سره د مخدره موادو پر کاروبار بندیز لګولی او ددې قومونو پرکړې د پلي کولو وړ دي.

هغه زیاته کړه “څوک به کښت نه کوي، قاچاق به نه کېږي، بازار کې به بېخي کاروبار ته یې اجازه نه ورکوو، مخدره مواد به په بشپړه توګه بندوو، د حکومت ملاتړ به کوو.”

ملک کمین وویل چې د قومونو له پرېکړو څخه سرکښه کسان به د قومونو له لوري نیول کېږي او بیا به دولت ته سپارل کېږي.

اچین د ننګرهار یوه له هغو سرحدي ولسوالیو څخه ده چې د مخدره موادو کاروبار او پروسس په کې په پرېمانه کچه ترسره کېږي او د معلوماتو له مخې د هیروینو او پوډرو فعالې فابریکې په کې شته دي.

XS
SM
MD
LG