د لاس رسي وړ اتصالات

 ښځې په ننګرهار کې د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه کوي


د ننګرهار د ښځو چارو ریاست وایي چې دوی په دې ولایت کې د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه پیل کړې او د نورو دولتي ادارو سره څنګ په څنګ په دې برخه کې کار کوي.

د یادې ادارې مشره انیسه عمراني وایي چې دوی په اکثرو دولتي او نا دولتي غونډو کې د مخدره موادو پر ضد عامه پوهاوی ورکوي او ښځې یې پر دې پوهې کړي چې مخدره مواد ونه کاروي.

میرمن عمراني وایي چې د مخدره موادو پر ضد مبارزه د دوی مسؤلیت دی او غواړي د ښځینه وو پرمټ په دې ولایت کې د مخدره موادو مخنیوی وکړي.

د هغې پر وینا دوی په دې برخه کې ښځینه وو ته د عامه پوهاوي ورکشاپونه هم جوړ کړي او د مخدره موادو د زیانونو په اړه یې ورته څرګندونې کړي.

هغې وویل:مخدره مواد خو ډېر بد شی دی، موږ ټول په ګډه ددې پر وړاندې مبارزه کوو، دا زموږ حق هم دی او مسؤلیت مو هم دی، مخدره مواد باید په دې ولایت کې له منځه یوړل شي، دا ډېر بد شی دی، ټول ځوانان یې تباه کړل، موږ وخت ناوخته مېرمنو ته په دې اړه عامه پوهاوی ورکوو.

ننګرهار کې د مخدره موادو پر وړاندې د ښځو مبارزه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

په دې ولایت کې د ښځو په برخه کې فعالې میرمنې هم وایي چې دوی د مخدره موادو د کار پر وړاندې مبارزه کوي.

ددې ولایت یوه ښځینه فعاله تورپیکۍ شینوارې وایي چې دوی تل د ښځو په برخه کې د مخدره موادو پر ضد مبارزه کړې او غواړي له دې لارې مخدره مواد له منځه یوسي.

هغه وايي:موږ غواړو مخدره مواد له منځه یوسو، په دې برخه کې مبارزه کوو، دا زموږ ټولو مسؤلیت دی.

د ننګرهار د ښځو چارو ریاست په ډېرو مواردو کې نورو دولتي ادارو سره همکار دی، اوس غواړي چې په دې ولایت کې د ښځو په مرسته د مخدره موادو پر وړاندې اغېزناکه مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG