د لاس رسي وړ اتصالات

 په ننګرهار کې دیني عالمان د مخدره موادو پرضد کار کوي


په ننګرهار کې دیني عالمان د مخدره موادو پرضد کار کوي او مبارزو یې د مخدره موادو پر کارولو اغېز کړی.

د ننګرهار حج او اوقافو ریاست مسؤلین وایي چې دوی د مخدره موادو د کاروبار ، قاچاق او کرکېلې په اړه د منابرو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي.

د ننګرهار حج او اوقافو ریاست کې د مساجدو مشر مولوی عبدالستار وایي چې دوی د ښار او ولسوالیو د مساجدو امامانو ته ویلي چې په خپلو سیمو کې د مخدره موادو کاروبار په اړه مبارزه وکړي.

هغه وویل دوی د ملا امامانو لپاره په ښار کې ورکشاپونه جوړوي او د ورکشاپونو له لارې یې په سیمه کې د مخدره موادو پر ضد مبارزې ته رابولي.

مولوي عبدالستار وویل د ټولو مساجدو خطباوو ته یې ویلي چې د جمعې په خطبو کې دې د مخدره موادو پر زیانونو بحثونه وکړي او خلک دې پر دې قانع کړي چې له کاروبار او کرکېلې یې لاس واخلي.

”زموږ د معاشرې چې کوم علما دي،خطبا دي،هغوی د جمعې په ورځ باندې بیانات کوي،قوم ته پیغام رسوي،دهغوی ډېر ښه کردار دی د مخدره موادو پر ضد،د شرابو پرضد، کوم مخدره مواد چې دي،هغه د انسان عقل خرابوي دانسان دین ته زیان رسوي،د انسان صحت ته نقصان رسوي، الحمد لله زموږ علما کوم مسؤلیت چې دوی ته دی د مخدره موادو د مخنیوي لپاره، هغه ترسره کوي. “

په ننګرهار کې دیني عالمان د مخدره موادو پرضد کار کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

په ننګرهار کې د مساجدو خطبا هم وایي چې دوی په ښار او ولسوالیو کې په خپلو مساجدو کې د مخدره موادو پر ضد خلکو سره خبرې کوي.

د سره رود ولسوالۍ د یوه جامع مسجد خطیب مولوي کریم الله وایي چې ددوی خبرو ته کروندګر او د مخدره موادو کاروباریان ارزښت ورکوي او هیله مند دي چې راتلونکی کال به د دوی په سیمه کې مخدره مواد ونه کرل شي.

”دلته که څوک کوکنار کري زموږ خبرې ډېرې ښې اوري او که څوک مخدره مواد کاروي هم زموږ خبرې اوري. موږ ورته د دین له پلوه قناعت ورکړی هیله مند یو چې راتلونکی کال به یې عملاً پایله وګورو. “

په ننګرهار کې مخدره مواد په هغو سیمو کې کرل کېږي چې خلک یې مذهبي ژوند لري او د دیني عالمانو فعالیت د دوی په سیموکې تر بل هرچا ګټور تمامېږي.

XS
SM
MD
LG