د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې پولیسو د مخدره موادو پرضد مبارزه چټکه کړې


دننګرهار امنیې قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي وایي چې په دې ولایت کې یې د مخدره موادو قاچاقبرو او کاروونکو پرضد مبارزه چټکه کړې او نږدې هره ورځ د لویو لارو په اوږدو کې مخدره مواد نیسي.

جنرال رحیمي وایي چې دوی د مخدره موادو قاچاقبرو پر ضد دریځ کلک کړی او په هره بیه چې وي قانون پرې پلی کوي.

دننګرهار امنیې قومندان وایي چې د مخدره موادو قاچاقبرو تر منځ ورته توپیر نه شته دی او پر ټولو یو ډول قانون پلی کوي.

دده پر وینا کله چې د مخدره موادو قاچاقبر ونیسي تر لومړنیو پوښتنو وروسته یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپاري.

دی وایي نږدې هره ورځ لسګونه کیلو مخدره مواد د تورخم-جلال آباد، کابل-جلال آباد او له ولسوالیو څخه ښار ته پر غځېدلو لارو نیسي.

جنرال رحیمي وویل چې د مخدره موادو لېږدونکي موټر یې هم ضبط کړي.

امنیه قومندان زیاته کړه، ننګرهار کې تر ډېره د ولسوالیو ترمنځ نښلوونکو لارو کې د مخدره موادو کاروباریان ډېر تګ راتګ لري او امنیتي ځواکونو پر دې لارو فعالیتونه چټک کړي دي.

په ننګرهار کې تر ډېره مخدره موادو کاروبار او قاچاق په سرحدي ولسوالیو کې ترسره کېږي.

ّپه ننګرهار کې پولیسو د مخدره موادو پرضد مبارزه چټکه کړې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

XS
SM
MD
LG